د پیسو له نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره ګډه ناسته؛

 د لیندۍ ۸ مه ۱۳۹۷: د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۷ مه نېټه د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست، له سترو زېربنایي پروژو لکه، د رېل پټلۍ څخه د دې دوه کلیدي بنسټونو د ملاتړ او همغږۍ، په تړاو خبرې وکړې. نوموړي، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک استازو ته د د افغانستان حکومت اصلاحي پروګرامونو او پلانونو په تړاو توضیحات ورکړل.

د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک استازو له افغانستان سره د خپل ملاتړ په دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان ته د سترو پروژو د ښې همغږۍ او مرستې لپاره به ډېر اقدامونه وکړي.