د مالیې وزارت سرپرست د وزیرانو ناستې جینوا په کنفرانس کې وینا وکړه

د لیدنۍ ۸ مه ۱۳۹۷:  د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۷ مه نېټه د وزیرانو ناستې جینوا په کنفرانس کې ګډون وکړ او خپله وینا یې پیل کړه.

د وزیرانو جینوا کنفرانس کې اصلي ویناوال د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ښاغلی انتونیو ګورش وو.

په دې ناسته کې جلالتمآب ولسمشر، د ملګرو ملتونو سازمان استازي، د ایران، روسیې، سویډن او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو، په بهرني سیاست او امنیتي چارو کې د اروپایي ټولنې عالي استازې، او د مرستندویه هیوادونو او نړیوالو سازمانو مسئولینو او مېلمنو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست د خبرو اصلي محور، د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا، سکټوري اصلاحاتو، د ملي پراختیا سټراټېژۍ، د سیمه ایزې نښلونې طرحې، له اداري فساد سره مبارزه، د خصوصي سکټور وده او ملاتړ، د بشري سرچینو او انساني پانګې پياوړتیا، د انرژۍ سکټور، د ښځو پیاوړتیا او نور اړین موضوعات ول.