په هیواد کې د ځمکني ترانسپورټ سکټور د همغږۍ ګډ کنفرانس جوړ شو

 د مرغومې ۱۶ مه ۱۳۹۷: په هیواد کې د ځمکني ټرانسپورټ سکټور د همغږۍ ګډ کنفرانس نن د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، په ګډون ترسره شو.

په دې کنفرانس کې چې د ټولګټو چارو وزیر ښاغلي یما یاري، د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي محمد حمید طهماسي، د صنعت او سوداګرۍ مالي او اداری مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د ټرافیکو لوی رئیس ښاغلي محمد داؤد چکري، د سوداګرۍ اطاق مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، د اړوندو ادارو کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست  وویل: ځمکنی ټرانسپورټ د افغان حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دي او د هیواد په اقتصادي وده کې ستره برخه ګڼل کېږي. له همدې کبله مالیې وزارت په دې وروستیو کې د ټرانسپورټ له وزارت سره پرلپسې ناستې کړي دي، څو وکولی شو د یاد سکټور ستونزو ته رسېدنه وشي او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، چې له نېکمرغه د لیدو وړ لاسته راوړنې لرو. نوموړي، له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

د یادونې وړده، چې د کنفرانس نورو ګډونوالو هم د دې سکټور په اهمیت، ستونزو او پکې د زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کېدو هر اړخیزې خبرې وکړې.