مالیې وزارت کې د بودیجې او عامه او خصوصي مشارکت لوی رئیسان وګمارل شول

ښاغلی سید نصیر احمد، د بودیجې او ښاغلی انګار بنایي، د عامه او خصوصي مشارکت د عمومي ریسانو په توګه، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ ټاکل شوي وو، نن د مرغومې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، له لوري په رسمي توګه د یادو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

په دې مراسمو کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، او د دې وزارت یو شمېر رئیسانو او کار کوونکو هم ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر قیومي، له مخکنیو رئیسانو څخه د مننې ترڅنګ نویو ګمارل شویو رئیسانو ته مبارکي وویله او په ور سپارل شویو چارو کې یې د بریا غوښتنه وکړه. ښاغلي قیومي، وویل، چې د بودیجې او د عامه او خصوصي مشارکت ریاستونه د مالیې وزارت کلیدې ادارې دي، په همدې موخه د مالیې وزارت له ټولو همکارانو څخه هیله کوم، چې د چارو ښه پرمخ بیولو لپاره له نویو رئیسانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

نویو ګمارل شویو رئیسانو د جلالتمآب ولسمشر او د مالیې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر دوی یې باور کړی او ژمنه یې وکړه، چې ور سپارل شوې چارې به په ریښتینولۍ تر سره کوي.

ښاغلي سید نصیر احمد، د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی، له دې وړاندي یې د بودیجې لوی ریاست د پلان او ریفورم د رئیس په توګه دنده ترسره کړي. همدا شان ښاغلي انګار بنایي، هم د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او له دې پخوا یې د دې وزارت د زېربنایي، فزیکي او طبیعي سرچینو سکټور، په برخه کې د امریت دنده پرمخ وړي وه