اغلی یلدا سمیع د مالیې وزارت د ټولنیزو لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د تحلیل او پالیسۍ د رئیسې په توګه وټاکل شوه

 د مرغومې ۱۸مه ۱۳۹۷: اغلی یلدا سمیع چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د مالیې وزارت د ټولنیزو لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د تحلیل او پالیسۍ د رئیسې په توګه ټاکل شوې، نن د مرغومې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې اغلی ناهید سرابي له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شوه.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې د دې ریاست د پخوانۍ رئیسې له کړنو او لاسته راوړنو څخه د مننې تر څنګ نوی ټاکل شوې رئیسې ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

اغلی یلدا سمیع د مالیې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او له ټولو همکارانو څخه غوښتنه وکړه چې د چارو په ښه تر سره کیدو کې له دې سره همکاري وکړي.