د بنسټیزې پراختیا لپاره د نویو تجهیزاتو او ټکنالوژۍ د پیژندنې په اړه ورکشاپ جوړ شو

 د مرغومې ۱۸ مه ۱۳۹۷: د بنسټیزې پراختیا لپاره د نویو تجهیزاتو او ټکنالوژۍ د پیژندنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ نن د مرغومې میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې جوړ شو، چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، یې پرانیستې وینا وکړه.

په دې ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال ښاغلي عیسی قدرت، د تحقیق او د زیربناوو د پراختیا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر شاد څرګند، د ټولګټو وزارت د سروې او پروژو جوړونې عمومي رئیس ښاغلي فریدون الکوزي، د خصوصي سکټور یو شمېر استازو او د بېلابیلو حکومتي ادارو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې ورکشاپ کې په موخو او لرلید، د نوې ټکنالوژۍ د پیژندنې لپاره د اړتیا وړ پروګرامونو په ارزونې، په افغانستان کې د زیربناء د پراختیا لپاره د نویو ټکنالوژیو او تجهیزاتو په پیژندنې، د خصوصي سکټور په اړتیاوو، د پانګونې په فرصتونو او د لا همغږۍ  په رامنځته کیدو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همداشان ګډونوال په څلورو برخو (پنلونو) وویشل شول او د افغانستان د زیربناء د صنایع لپاره په نوې ټکنالوژۍ، د (حکومت، تمویلوونکو، عامه او خصوصي مشارکت، بهرنۍ پانګه ونه او داسې نورو برخو) کې د پانګونې په فرصتونو، په افغانستان کې د نوې ټکنالوژۍ د پیژندنې او د انساني سرچینې د ظرفیت جوړونې لپاره د فرصت رامنځته کولو په موخه د حکومتي سکټور په اصلاحاتو هم خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې ورکشاپ د پای وینا کې د موضوع د تخنیکي اړخونو بیانولو تر څنګ وویل: "د ټولو برخه والو له ګډون څخه مننه کوم. د زیربناء د پراختیا لپاره د نوې ټکنالوژۍ د پیژندنې په برخه کې د دا ډول ورکشاپونو جوړول زیات اغیزمن دي. د خوښۍ ځای دی چې تاسې په دې پروګرام کې بحث او د نظرونو تبادله وکړه او په دې برخه کې به عملي ګامونه هم پورته شي."

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ د زېربناوو د پراختیا پایداره او اقتصادي لارې لپاره د اړتیا وړ نویو تجهیزاتو او ټکنالوژۍ پېژندنې په موخه  جوړ شوی وو.