د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د چین ولسي جمهوریت، ترکیې او ترکمنستان له سفیرانو سره د مالیې وزارت د سرپرست د خبرو اصلي محور وو

 د مرغومې ۱۹ مه ۱۳۹۷: د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۱۸ مه نېټه د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي لیوجین سونګ، د ترکیې سفیر ښاغلي اوزان اور طغرل او د ترکمنستان جمهوریت له سفیر ښاغلي هوجا اوویزوف سره جلا جلا لیدنې وکړې.

په دې جلا لیدنو کې د افغانستان او یادو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په ودې او پیاوړتیا، په لومړیتوب لروونکو پراختیایې پروژو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د ګمرکي هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو، د چین هیواد له لوري د ۱۰۰ میګا واټه لمریزې برېښنا د پروژې په جوړیدو، د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیز کمېسیون د ژمنو په عملي کولو، د ترکمنستان په همکارۍ د شبرغان کلفت نل لیکې د بررسۍ لپاره د کانونو وزارت د تخنیکي ټیم په لیږدولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.