د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس: ګډه اعلامیه

د افغانستان راتلونکی خوندي کول: سوله، ځان بساینه او نښلون

اعلامیه

سریزه

 

د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب ترسره شو، په کې د  ۶۱هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو سربیره، د مدني ټولنې، خصوصي سکټور او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالی اغلي روزیمري ای. یکارلو د دغې غونډې کلیدي ویناوې وړاندې کړې . ددغې غونډې مشري په ګډه د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر محمد همایون قیومي او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وکړه او د اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله په وینا پای ته ورسیده.

پېژندنه

۱ . د ملي یووالي حکومت (چې تر دې وروسته به حکومت یادیږي) او نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۷ - ۲۸ نیټه په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې سره راغونډ شول تر څو د افغانستان د سولې، هوساینې او ځان بساینې لپاره سره خپل شراکت او همکاري نوې کړي.

۲ . ګډونوالو د افغانستان د لېږد لسیزې ۲۰۱۵ - ۲۰۲۴ په منځ کې د هغه پرمختګ یادونه وکړه چې د ځان بساینې په برخه کې یې کړي خو تر څنګ یې ناامني، بېوزلي او د فساد په ګډون ځنې جدي ستونزې په ځای پاتې وبللې. د بدلون لسیزې د پاتې مودې ننګونې د ګډونوالو ګډو او چټکو هڅو ته اړتیا لري. دې موخې ته د رسیدو په پار، ګډونوالو د دوه اړخیزې حساب ورکونې او د یوه داسې سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي چاپیریال لپاره چې افغانستان د دې جوګه کوي چې سوله، امنیت او پایښت لرونکي پرمختیا تقویه کړي، د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د دوه اړخیزو توافق شویو ژمنو د پر ځای کولو لپاره پر خپلو ژمنو بیا ټینګار وکړ.

د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ لپاره به د حکومت له خوا د خپلو ژمنو پوره کول مهم وي.

۳ . ګډونوالو د ټولې سیمې د ګټې لپاره، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیزو برخو په ګډون، په ټولو ساحو کې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړي کولو اړتیا په ډاګه کړه.

۴ . د حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ دوه اړخیزه حساب ورکونه د ځان بساینې د ترلاسه کولو لپاره د اصلاحاتو د محتوا او لوری رهبري کوي. کنفرانس تر ځان بساینې لاندې تر دې دمه د هغو پرمختګونو او اصلاحاتو چې د دوه اړخیزې حساب ورکونې د چوکاټ له لارې تر لاسه شوي، او همدارنګه یې د ۲۰۱۷ - ۲۰۱۸ لپاره د سپارلو وړ فعالیتونو بیاکتنه وکړه. ګډونوالو د سمون په ډیری برخو کې پرمختګ تایید کړ او موافقه یې وکړه چې د ټول شموله اقتصادي ودې ښه کولو، بېوزلۍ کمولو، کار موندلو، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کولو، د ښځو ځواکمن کولو، او د حکومتولۍ، د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو د ښه کولو په برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا لیدل کیږي. د ځان بساینې او دوه اړخیزې حساب ورکونې چوکاټ ته په کتو، ګډونوالو د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لپاره د ۲۰۱۹ - ۲۰۲۰ د اصلاحاتو د اندازې وړ موخو او ژمنو سره یو ځای، د جنیوا د دوه اړخیزې حساب ورکونې د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس: ګډه اعلامیه

چوکاټ تایيد کړ. د جنیوا د دوه اړخیزې حساب ورکونې چوکاټ د سپارلو وړ فعالیتونه د افغانستان د سولې او پراختیا د ملي چوکاټ او د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو سره سموي. ګډونوالو د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو پر تطبیق د زیات تمرکز د کولو اړتیا تایید کړه، او ډاډ یې ورکړ چې د دې ګټې به ټولو خلکو، په ځانګړې توګه هغو ته چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، ورسېږي.

۵ . د کنفرانس په درشل کې، افغانستان د شپږو معیارونو پر پوره کولو توافق وکړ: ۱ ( د رڼو، عادلانه او باوري پارلماني ټاکنو ترسره کول؛ ۲ ( د اداري فساد پر وړاندې مبارزه پر مخ وړل، لکه په فساد کې د ښکېلو کسانو د نیولو حکم صادرول؛ ۳ ( د امنیت سکټوراصلاح کول، په ځانګړې ډول د بایومټریک له لارې د پولیس پرسونل د ثبت بشپړول؛ ۴ ( د نړیوال وجهي صندوق  IMF  د معیارونو پوره کول؛ ۵ ( د کانونو او د ځمکې د تخصیص د کلیدي قوانینو د تنفیذ له لارې د خصوصي سکتور پرمختیا ته وده ورکول؛ او ۶ ( د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو لپاره د تطبیق د پلانونو نهايي کول. ګډونوالو په تیرو څو میاشتو کې د دغو معیارونو اړوند تر سره شوي پرمختګ یادونه وکړه. ګډونوالو د دې اندیښنه څرګنده کړه، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پر مخ وړلو او د ټاکنو د تخنیکي تو اجرا په اړه معیار په بشپړ ډول نه دی پوره شوی او د دغه مهم اقدام په اړه یې د نوي تمرکزغوښتنه وکړه.

۶ . ګډونوالو موافقه وکړه چې د پایښت لرونکې پرمختیا لپاره سوله اړینه ده. ګډونوالو ومنله چې د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې د حکومت لخوا د سولې وړاندیز په رڼا کې د سولې لپاره یو نوی فرصت رامنځ ته شوی. د حکومت له لوري طالبانو سره له شرط پرته د خبرو کولو وړاندیز سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړه، ملي، سیمه یی زه او نړیواله اجماع یې غښتلې کړه، چې د خبر اترو له لارې د شخړې پای ته رسولو لپاره یو بې ساری فرصت رامنځ ته کوي. برخه والو ټینګار وکړ چې سوله باید د جدي هڅو او اصلاحاتو او دغه راز د ټول شموله اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په مټ راوستل شي. سوله همدارنګه باید د یوې پراخې سیاسي اجماع پر بنسټ وي چې د ټولنې ټولې برخې را نغاړي؛ او اړتیا ده چې د سولې په پروسه کې د ښځو بشپړ ګډون یقیني شي. بشري حقونو ته درناوى او د قانون واکمني به د تلپاتې سولې فرصتونه پیاوړي کړي . سوله به د ولسي وګړو کړاو پای ته ورسوي او د ودې او سوکالۍ فرصتونه به رامنځ ته کړي. ګډونوالو دا هم ومنله چې سوله د افغانستان او سیمې لپاره د ګټو تر څنګ پیاوړی سیمه ییز اړخ لري، او تاکید یې وکړ چې د افغانانو تر ملکیت او مشرۍ لاندې د سولې پروسه باید د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې په همغږوشویو هڅو ملاتړ شي .

۷ . ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د لومړي ځل لپاره د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو هرکلی وکړ چې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې یې امنیت د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و، او هغه خلک یې وستایل چې د تهدیدونو سره سره یې رایه ورکړه. ګډونوالو همدارنګه یادونه وکړه چې تشکیلاتي، تخنیکي او امنیتي ستونزو رایه اچوونه له خنډونو سره مخ کړه، د دغو او نورو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، او د اړتیا په صورت کې یې د قانوني پروسې د پيل کولو غوښتنه وکړه، تر څو د ټاکنو په مدیریت کې پرمختګ یقیني شي. ګډونوالو په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشریزو او نورو ټاکنو لپاره د موثرو تیاریو غوښتنه وکړه ترڅو اعظمي روڼوالی، اعتبار، ګډون، او امنیت ډاډمن شي.

سوله

۸ . په افغانستان کې د سولې د ترلاسه کولو په اړه نوی تمرکز رامنځ ته شوی. ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره خپل ژمنتوب په ډاګه او بیا تایید کړ، څرنګه چې یې د ۲۰۱۸ په فبروري کې د سولې او امنیت د همکارۍ لپاره د د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس: ګډه اعلامیه کابل په پروسه کې د یوې عمده ټولنې او وسیلې په څیر یادونه شوې او د تاشکند په کنفرانس کې تایید شوې و. ګډونوالو د همغږۍ د څلور اړخیز ګروپ،د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ،د مسکو فارمت سلا مشورې، د افغانستان د مدني ټولنې د سازمانونو د تماس ګروپ، د سیا زړه- استانبول پروسې، د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس او نورو اړوندو نوښتونو په ګډون، د رغندو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو یادونه وکړه. ګډونوالو پر دې سربیره،د افغانستان او د سیمې د علماوو د فعال رول یادونه وکړه او د افغانستان-اندونیزیا-پاکستان د علماوو د درې اړخیز کنفرانس او په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه د علماوو د نړیوال کنفرانس چې د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا تنظیم شوی و، د پایلو هرکلی وکړ. ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هڅو لپاره د همکارانو له خوا د ګډ او همغږي شوي ملاتړ اړتیا په ډاکه کړه. دوی په افغانستان او سیمه کې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره د سیاسي پروسې د درناوي، ملاتړ او ودې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو د ژمنې هر کلۍ وکړ.

۹ . ټولو ګډونوالو له طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په کلکه وغوښتل چې د سولې لپاره له دې فرصتونو په ځانګړې ډول د حکومت وړاندیز چې پرته له کوم مخکیني شرط څخه د خبرو غوښتنه کوي، کټه واخلي.

۱۰ . ګډونوالو ومنله چې د جګړې ختمول سیاسي حل ته اړتیا لري او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې او پخلاینې ټول شموله پروسې څخه، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په کې ساتل شوې وي، خپله ژمنه بیا تازه کړه. سوله باید په ټولنه کې د یوې پراخې سیاسي اجماع پر بنسټ ولاړه وي، او د ملي وحدت او ټولنیز یووالي سره مرسته وکړي. دا سیاسي حل باید د تاوتریخوالي له منځه وړل، د هر ډول نړیوال تروریزم سره اړیکې نه ساتل او د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون، د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون، د ټولو حقونو ته د نړیوال قانون مطابق درناوی یقیني کړي. ګډونوال موافق وو چې نړیوال

ملاتړ به د سیاسي حل په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي .

۱۱ . ګډونوالو د پاییدونکې سولې لپاره د مخکیني شرط په څیر، د سولې په خبرو اترو، سوله جوړونې او د شخړې په مخنیوي کې د ښځو د بشپړ او ګټه ور ګډون بنسټیز اهمیت په ډاګه کړ. د ښځو ګډون ته وده ورکوو نکي نوښتونه په دې برخه کلیدي رول لري.

۱۲ . ګډونوالو ومنله چې د سولې په اړه بحث کې باید ټول وګړي شامل وي. دوي د سولې د مشورتي بورډ جوړیدل چې د افغانستان د خلکو لخوا یی د پایښت لرونکي سولې د راوستلو لپاره ملاتړ کیږي، وستایل. ګډونوالو د خبرو اترو پلاوي د ټاکلو لپاره د حکومت هڅې ومنلې او ترغیب یې کړه چې ټولې خواوې د مذاکراتو لپاره با صلاحیته او ټول شموله ټیمونه ولري.

۱۳ . ګډونوالو ټینګار وکړ چې سوله، دولت جوړونه او د اصلاحاتو پر بنسټ پراختیا په دوه اړخیز ډول یو بل تقویه کوي چې سوله، امنیت او ثبات د پانګونې او د پانګې د فرار د مخنیوي په ګډون، د خصوصي سکتور په مشرۍ د پایښت لرونکي اقتصادي ودې لپاره حیاتي دي او د ځان بساینې لپاره اړین دي.

۱۴ . شخړې او له هغې زیږیدوندکي نا امني خلک له کورونو بې ځایه کوي؛ عامه خدمتونه محدودوي؛ د ښځو او نجونو خوځښت کموي؛ د پرمختیا لګښت لوړوي؛ د پانګه اچونې مخنیوی کوي؛ امنیت ته منابع ځانګړي کوي چې کیدای شوای د دې پر ځای پر پرمختیایی چارو لګول شوې وای؛ جرمي فعالیتونو لکه د نشه یي توکو تولید، قاچاق او د کانونو غیر قانوني کیندنو ته وده ورکوي. له بل پلوه، پرمختګ او اصلاحات د شخړو لاملونو ته د رسیدګي له لارې د سولې سره مرسته کوي .

۱۵ . ګډونوالو موافقه وکړه چې د سولې د ټولنیزو - اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې به همکاري کوي. د دغې موخې د ترسره کولو لپاره، ګډونوالو له ډونرانو او پرمختایی او سیمه ییزو همکارانو وغوښتل چې د اقتصادي نوښتونو د یوه پراخ بنسټه پروګرام په ملاتړ کې کوم چې به تر سولې په وروسته دوره کې د افغانستان پانګې په بیرته راستنولو کې مرسته وکړي؛داخلي او بهرنۍ پانګونه زیاته کړي؛ کاري فرصتونه رامنځ ته کړي؛ او سیمه ییز اقتصادي مشارکت پیاوړی کړي، په بیړني ډول د عمل یو مشخص پلان طرحه

او تطبیق کړي چې د بنسټیزو ارزښتونو او موجوده چوکاټونو سره په سمون کې وي.

۱۶ . د بشري مرستو کارکوونکو د لوړې کچې مرګ ژوبلې په ګډون، د ملکي تلفاتو د ریکارډ کچې ته په پام سره، ګډونوالو په شخړه کې پر ټولو ښکیلو خواوو غږ وکړ چې ملکي وګړي د تاوتریخوالي او جنسي ناوړه ګټه اخیستنې څخه وژغوري ، او له ملکي شیانو لکه ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو څخه د بشرپالنې د نړیوال قانون سره سم ساتنه وکړي . په ورته ډول، کلیدي عامه زیربناوې باید خوندي شي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د شخړې ټولې خواوې باید د مرستندویه کارکونکو رول او بې پریتوب ته درناوی وکړي .

۱۷ . ګډونوالو د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د یوه لوی ګواښ په توګه د افغانستان په مختلفو برخو کې د داعش د بریدونو په ګډون د ترهګریزو بریدونو په اړه اندیښنه وښوده، او د نړیوالو قوانینو په تیره بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې یې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو پلي کولو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ. دوی دولت وهڅوه چې د امنیت د تامین په برخه کې خپلې ټولې لازمې هڅې تر سره کړي. ګډونوال د ترهګرۍ د ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره بنسټیز ګواښونه دي، ژمن پاتې کیږي او ټینګار کوي چې د ترهګریزو کړنو ترسره کوونکو، تنظیموونکو او یا ملاتړ کوونکو سره به حساب کیږي. پر دې سربیره، دوی د ملګرو ملتونو د بندیزونو او پریکړه لیکونو سره سم، د پیسو پریمنځلو،او د تروریزم د تمویل د هغو په ګډون،د خپلو نړیوالو مکلفیتونو د بشپړ تطبیق لپاره خپل هوډ په ډاګه کړ.

۱۸ . ګډونوالو د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د یساف څخه وروسته ماموریت ځواکونو لخوا د نړیوالې سولې او یو با ثباته او سوله ییز افغانستان لپاره د قربانۍ یادونه وکړه، او د نړیوالې ټولنې لخوا یی  د ملي ځواکونو سره د مرستې ستاینه وکړه.

اصلاحات

۱۹ . ګډونوالو تایید کړه چې حکومت د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ په برخه کې پرمختګ کړی دی او د دې لپاره چمتو دی چې د ملي لومړیتوب لرونکي خپل پروګرامونه عملي کړي. ګډونوال د عالي پرمختیايی شوراګانو د جوړولو هرکلی کوي، او د ټولو ملي لومړیتوب لرونکو پروګ رامونو پر موثر تطبیق حساب کوي. ګډونوالو د ۲۰۳۰ اجنډا ته د حکومت د ژمنتیا او د

دوامداره پرمختیای ي اهدافو د پراختیا په برخه کې د پرمختګ هرکلى وکړ کوم چې د ملي لومړیتوبونو پروګرامونو شاخصونو سره سمون لري .

۲۰ . ګډونوالو په امنیتۍ سکتور کې د احتساب په اړه د تدارکاتو د تدقیق د زیاتولو، د پرسونل د بایومټریک راجستر کولو، د بریښنایي معاشونو او د اجرااتو د مدیریت له لارې د اصلاحاتو او چټکو هڅو یادونه وکړه. په داسې حال کې چې ګډونوالو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې پر خپل ملاتړ بیا تاکید وکړ، هغوي حکومت وهڅاوه څو له اداري فساد سره مبارزې ته دوام ورکړي، د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته د درناوي په ګډون د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو مسلکيتوب ته وده ورکړي او همدارنګه په دې برخه کې د ښځو د ګډون زیاتوالي ته پام وکړي.

۲۱ . ګډونوالو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د ملي لومړیتوب د پروګرام او همدارنګه د ښځو، سولې او امنیت په اړه د افغانستان د ملي عمل پلان د پلي کولو په ګډون د ښځو د پیاوړتیا او په دې اړه د ریښتینو فعالیتونو د ترسره کولو او همدارنګه په عامه خدمتونو کې د ډیر شمیر ښځو د ګډون لپاره د دولت د کار ستاینه وکړه، کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک سره سمون خوري. که څه هم د لاسته راوړنو سره سره، ډیر څه باید تر سره شي، څو د ښځو ټولنیزې او اقتصادي اړتیاوې پوره شي او همدارنګه د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي چې د نړۍ تر ټولو لوړه ده. ګډونوالو د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د ډیرو سختو اقداماتو غوښتنه وکړه څو د تاوتریخوالي عاملین د جزا قانون او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون سره سم عدالت ته راکاږل شي. ګډونوالو همدارنګه د عامه او خصوصي سک تور په ټولو برخو کې د ښځو د رول او ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ. دولت باید د ښځو او نجونو د حقونو د خونديتوب او پیاوړتیا په موخه په ځانګړې توګه د بشپړو زده کړو او د کار حق په برخه کې د پام وړ هڅو ته دوام ورکړي.

۲۲ . ګډونوالو د افغانستان په راتلونکي کې له فساد سره د مبارزې پر اهمیت خبرې وکړې. په دې اړه دوي هغو هڅو ته اشاره وکړه چې په لوړه کچه په هیواد کې د فساد لپاره د معافیت د له منځه وړلو لپاره تر سره شوي. دوی د ملکي خدمتونو د سک تور او د ۲۰۱۷ کال د اداري فساد پر وړاندې د اداري اصلا حاتو د ستراتیژۍ هرکلی وکړ، او د پلي کولو لپاره یې په ملاتړ ټینګار وکړ، په تیره بیا په: د فساد مخنیوی او له منځه وړل؛ د غوره اداري همغږۍ رامنځ ته کول؛ د شفاف او حساب ورکوونکي امنیتي سکتور پیاوړتیا؛ د ملکي خدمتونو او قضایي سکتور په برخه کې د وړتیا پر بنسټ ګمارنه؛ د چارواکو د شتمنیو د معلومولو او تایید لپاره د ظرفیت لوړول؛ معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پلي کول او په هره کچه د قضیو څیړل څو خوندیتوب پیاوړی شي. دغه ژمنې د ۲۰۱۸  کال د جنیوا د دوه اړخیزې حساب ورکونې د چوکاټ په شاخصونو کې شتون لري او د دې ژمنو تر سره کول باید ادامه پیدا کړي. ګډونوالو د اداري فساد پرضد د قضاي ي مرکز له کړنو څخه یادونه وکړه او د دې ادارې په پام وړ پایلو ی ې رڼا واچوله. د فساد د ټولو قضیو موثر تحقیق او تعقیب یقیني کول د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو او د حکومت په ژمنو د خلکو د باور د رامنځ ته کولو په برخو کې مهم رول لوبوي.

۲۳ . نړیوالې ټولنې د بودیجي د بهیرونو د تنظیمولو او د یوې اغیزمنې، باور وړ او رڼې ملي بودیجې رامنځته کولو او همدارنګه د مالیې د مدیریت د سیستم د پیاوړي کولو هر کلی وکړ. نړیوالې ټولنې د راتلونکو دوامداره عوایدو د زیاتوالي او د کلني مالي خنډونو او همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ د مالي کسر د محدودولو پر ارزښت ټینګار وکړ. د پراختیایي تګلارې سره سم، د پالیسیو او مقرراتو اصلاحات مهم دي څو د کرنې، سیمه ییزو اړیکو او استخراج ظرفیت لوړ شي.

۲۴ . د خصوصي سکتور پیاوړي کول د دولت د په ځان بساینې د ستراتیژي لپاره کلیدي اهمیت لري. ګډونوالو په ۲۰۱۸ کال کې د اصلاحاتو لپاره دولت ته مبارکي وویله چې سوداګرۍ ته ی ې وده ورکړې د کوم تصدیق چې د نړیوال بانک د ۲۰۱۹ د سوداګرۍ په رپورټ کې شوې. نړیوالې ټولنې له افغان دولت څخه وغوښتل تر څو له فرصت څخه ګ ټه پورته کړي او د خصوصي سک تور د پراختیا لپاره د ملي لومړیتوب پروګرام (PSD-PNP) او د افغانستان د ملي صادراتو ستراتیژي (NES) پلي کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د هوای ي دهلیز د رامنځته کیدو شاهدان یو.

پرمختګ

۲۵ . په بروکسل کې د ۲۰۱۶ کنفرانس په دوام، نړیوالې ټولنې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د پراختیای ي لومړیتوبونو لپاره ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې او د لیږد لسیزې په اوږدو کې یې له تدریجي کموالي سره په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د مستقیم مالي ملاتړ ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې د دوه اړخیز چوکاټ له مخې دولت د خپلو ژمنو پوره کولو ته دوام ورکوي.

ټولنې همدارنګه د مرستو د موثریت په برخه کې د لا پرمختګ په اړه ، او د هغو لومړیتوبونو سره په سمون کې کومو ته چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ، ملي لومړیتوب پروګرام، دوامداره پرمختیای ي اهدافو (ASDG) او په تیره بیا د پرمختیایی همکاریو ډیالوګ DCD او د افغانستان سره د بودیجې په دننه او د باندې د لا اغیزمنې همغږۍ او مدیریت لپاره د یوه منځني- اوږدمهاله میکامیزم پر سر د سکتور په کچه د روشونو د را منځ ته کولو په برخه کې د دولت د ملاتړ له لارې او په شمول د افغان مالکیت لاندې د پراختیايي اجنډا ملاتړ او که مناسب وي د بودیجې په اړه د مرستو د چینلولو دوام او د دولت سره د ګډې مجموعې د بیا کتنې په اړه په خپلو ژمنو بیاتاکید وکړ.

۲۶ . ګډونوالو د سولې ، پراختیا او اقتصادي ودې، د افغانستان په ځان د بساینې او همدارنګه په سیمه کې د ثبات او هوساینې په برخو کې د سیمه ییزو شریکانو د مهم رول یادونه وکړه. ګډونوالو د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت لپاره د وصل د ټکي په توګه د افغانستان د مرکزي رول یادونه وکړه. دوی د افغانستان په اړه د سیمه ییز اقتصادي همکا رۍ کنفرانس (RECCA)، د سیا زړه – د استانبول بهیر، ECO SAARC, SCO,  او همدارنګه د د اسې نورو سیمه ییزو حرکتونو په ګډون د دولت او سیمه ییزو شریکانو د روانو ژمنو ستاینه وکړه او د سوداګرۍ او ترانزیټ، له ترهګرۍ او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې یې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو میکانیزمونو له لارې پر اغیزو ټینګار وکړ.

۲۷ . ګډونوالو د هوایي او ځمکنیو دهلیزونو د رامنځته کولو ستاینه وکړه، چې نړیوالو مارکیټونو ته د افغانستان د صادراتو اسانتیاوې برابروي، او همدارنګه د سیمه ییزو پروژو پر لور پرمختګونه ( لکه د ټاپي ګازو نل لیکه TAPI ، 1000-CASA ، TUTAP ، 500 TAP، د لاجورد لار، د پنځو هیوادونو د ریل پټلۍ، د خواف – هرات د ریل پټلۍ، د هند – افغانستانایران د سوداګریزې لارې تړون، او د چابهار د بندر انکشاف او د افغانستان په تړاو کمربند او سړک او همدارنګه د ډیجیټل اړیکو پروژې مهم پرمختګونه دي چې په سیمه کې د ژورو همکاریو لپاره لار هواروي.

۲۸ . ګډونوالو د پراختیا د اجنډا په اړه د دولت د مالکیت او مشرۍ د زیاتیدو ستاینه او د اصلاحاتو د څار د میکانیزمونو د پیاوړتیا هڅونه وکړه او همدارنګه د مرستندویه ټولنې د همغږۍ په ګډون یې د ملګرو ملتونو د دوامداره ملاتړغږ وکړ. ګډونوالو همدارنګه له دولت سره د ملګرو ملتونو د مرستو په کلیدي رول ټینګار وکړ چې په هیواد کې سوله او پرمختګ رامنځته کړي.

۲۹ . ګډونوالو د مدني ټولنې او بې پرې رسنیو د مهم رول یادونه وکړه چې په هیواد کې ی ې تر سره کوي، او په دې کنفرانس کې یې دهغوی د برخې اخیستنې هر کلی وکړ. دوی د مدني ټولنې د تلفاتو د لوړې کچې په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه چې د جګړې له امله د مدني ټولنې فعالینو او رسنیو ته اوښتي، او همدارنګه د دوی پر خوندیتوب او محکمي ته د تاوتریخوالیو د عاملینو پر را کاږلو یې ټینګار وکړ. ګډونوالو د دولت پر کړنو د څار د زمینې د برابرولو په ګډون د بیان ازادۍ په ملاتړ، معلوماتو ته د لاسرسي قانون په بشپړ پلي کیدو او همدارنګه په سیاسي بهیر کې د مدني ټولنې د رول پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

۳۰ . ګډونوالو د اندیښنې په څرګندولو سره د غربت او د بېکارۍ د ډیریدلو یادونه وکړه، چې پر ډیری ځوانانو ی ې ناوړه اغیزه کړې او د نفوسو د چټک زیاتوالي سره لا زیات شوي دي. د بېوزلۍ د کچې د زیاتیدو لاملونه کیدای شي د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته له ۲۰۰۳ کال راهیسې د اقتصادي ودې د کچې ټیټوالی، د ناامنیو زیاتوالی، د ټولنیز امنیت کمښت، کمزوري اساسي خدمتونه، بېکاري، د کډوالو بیرته راستنیدنه او کورنۍ بیځایه کیدنه او وچکالي وي. ګډونوالو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ: د فامیلي پلاننګ په ګډون د نفوسو د چټک زیاتوالي مخنیوی؛ د بشري سرمای ې د ودې اهمیت؛ او ځوانان چې د افغانستان د ودې لارې پرانیزي.

۳۱ . په تیرو دوه لسیزو کې په یو شمیر ټولنیزو شاخصونو کې د پرمختګونو سره سره، لکه د متوقع عمر، سواد، په ښوونځیو کې شمولیت او دوام، په تیره بیا د نجونو، د مور او ماشوم د مړینې کچه او د معافیت په ګډون، په تیرو کلونو کې یواځې لږ پرمختګونه تر سره شوي دي. ګډونوالو د امنیت د ښه والي پر اهمیت ټینګار وکړ څو نویو پانګه اچونو ته زمینه برابره شي، په تیره بیا د بهرینو پانګه اچوونکو په ملاتړ د ښوونې او روزنې، روغتیا او کورونو جوړولو په برخو کې. د اساسي خدمتونو وړاندې کول باید د ”هیڅ

څوک شاته مه پریږدئ“ د اصل سره سم، ښه والی ومومي او د هیواد په کچه باید ګړندي شي او د ښځو او معلولیت لرونکو وګړو په ګډون باید د خلکو بیلابیلې اړتیاوې پوره کړي. د ماشومانو د خوارځواکۍ او ښوونې او روزنې موضوع ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او ډاډ ترلاسه شي چې ښوونه او روزنه عزتمن کار ته د لاسرسي لامل کیږي. ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ څو په خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو د ښوونې او روزنې نړیوال حق ته درناوی وکړي.

۳۲ . ګډونوالو د نړیوالو ژمنو او تعهداتو سره په سمون کې د بې ځایه شویو داخلي کسانو او کډوالو د وضعیت او همدارنګه د بې قانونه پناه غوښتونکو د ستونزو د بیړني حل یادونه وګړه. د رضا کارانه او خوندي بیرته راستنیدو او په ټولنه کې د بیا یوځای کیدو لپاره د حکومت هڅې د سولې او ثبات بنسټیز عناصر دي . ګډونوالو د دولت د راستنیدنې او د ټولنې سره د یو ځای کیدلو د پالیسیو او پلانونو ستاینه وکړه، او همدارنګه ي ې د هغو د بیړنې تطبیق غوښتنه وکړه. ګډونوالو په تیرو څلورو لسیزو کې د کوربه هیوادونو، په تیره بیا د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان سخاوتمندانه ملاتړ وستایه. ګډنوالو یادونه وکړه: د کډوالو په اړه نړیوال تړون، د افغان کډوالو لپاره د حل سیمه ییزه ستراتیژي او د خوندي، مرتب او منظم مهاجرت لپاره نړیوال تړون او د سیمي د هیوادونو لپاره د دې اړتیا څو د هغو کسانو لپاره چې په خوځښت او حرکت کې دي د هغوي د اړتیاوو د حل په موخه د جامع او رضا کارانه چوکاټونو را منځ ته کول. ګډونوالو د مهاجرت د جریان او د مهاجرت د اغیزمن مدیریت په اړه د څو اړخیزو او سیمه ییزو بهیرونو او تړونونو او "د مهاجرینو د موضوعاتو په اړه ګډ لاری په ګډون" خبرې وکړې.

۳۳ . د غیر قانوني اقتصاد یوه برخه، په تیره بیا د مخدره توکو تولید او دهغه اړوند سوداګري د ۲۰۱۶ کال راهیسې د پام وړ زیاته شوې چې جګړه مخ ته بیایي او ترهګري تمویلوي، د قانون حاکمیت اغیزمنوي، فساد ته لمن وهي او په هیواد او نورو سیمو کې د خلکو روغتیا ننګوي. ګډونوالو په نشه ی ې توکو کې د کمیاوي موادو او پر نورو دارو ګانو د بندیز ، په نړیواله او ملي کچه د نشه یي توکو د تقاضا کمول، د لیږد رالیږد لارو بندولو او مخنیوي ، درملنې او د زیان د کچې د ټیټوالي په ګډون د نشه ی ي توکو پر وړاندې د اغیزمنو ګامونو پورته کولو اړتیا په ډاګه کړه. ګډونوالو د افغانستان د نشه ی ې توکو پر وړاندې مبارزې ملي پلان د پلي کیدو، د سیمه یېزې همکارۍ د میکانیزم او همدارنګه پر نشه یي توکو د بندیز، د نشه یي توکو د تمویل دمخنیوي او د پیسو د مینځلو ستونزو د حل له مخې د فرامرزي جرمونو او مخدره توکو تر منځ د اړیکې د ستونځې د حل په موخه د هڅو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ کومو چې د سیمې امنیت او پرمختګ له خنډ سره مخ کړی[. د دې تر څنګ دولت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل ګډ کار ته ادامه ورکړي څو له دې ستونزې سره د ملي او نړیوال غبرګون له مخې مبارزه وشي.

۳۴ . مخ پر زیاتیدو وچکالي، په تیره د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د خوراکي توکو د کموالي لامل شوې کوم چې له درې میلیونو څخه زیات کسان یې د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ کړي، د ډیرو کسانو د بیځایه کیدو لامل شوې او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د هیواد زیانمنونکی حالت بیانوي. ګډونوالو له لوږې سره د خلکو د مخ کیدو او د دوی د بیځایه کیدو په ګډون د وچکالۍ د لنډ مهاله اغیزو او ستونزو د حل ژمنه وکړه، او همدارنګه له دولت سره یې د اوږدمهاله ستراتیژۍ جوړولو هوډ وکړ، په تیره بیا د کرنې په برخه کې، څو د اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي ستونزو د مخ کیدو پر مهال ستونزې حل کړای شي.

۳۵ . دې بیلابیلو ننګونو ته د حل پیدا کولو په موخه، ګډونوالو د اغیزمنتوب د ملاتړ په حیث، د پروګرام د موثریت او سولې په ګډون د بشردوستانه او پراختیایي اړیکو اهمیت په ډاګه کړ.

پایله

۳۶ . په داسې حال کې چې د لیږد لسیزې نیمای ي رارسیږي، په ځان د بساینې لور ته د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي. په جنیوا کې ګډونوالو د مالي چارو مدیریت د ښه والي او د ملي بودیجې د تنظیم په ګډون د پرمختګونو دهغه رپوټ هرکلی وکړ چې د دولت له لورې د بروکسل د ۲۰۱۶ کال کنفرانس راهیسې تر لاسه شوي؛ پاتې ننګونې ی ې وارزولې؛ او د لازیاتو هڅو غوښتنه ی ې وکړه تر څو له فساد او نا قانونه مخدره توکو سره مبارزه وشي او همدارنګه سوله، ثبات او د قانون حاکمیت پیاوړي شي. ګډونوالو هوکړه وکړه څو د هغو پالیسيو ملاتړ وکړي چې سیمه ییزه اقتصادي همکاري او اړیکې پیاوړې کوي. د بې پرې خپلواکو متخصصینو په ګډون د اصلاحاتو روڼ او اغیزمن څار به دوه اړخیزه حسابولي لا زیاته پیاوړې کړي.

۳۷ . د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د پارلماني ټاکنو تر سره کول د ډموکراسۍ د تحکیم په برخه کې یو مهم ګام و، چې دافغانستان خلکو یې له ډیرې مودې راهیسې انتظار کاوه. ولسمشریزې ټاکنې چې ټاکل شوې، د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې تر سره شي، باید د تجربو پر بنسټ د بشپړې روڼتیا، اعتبار او هر اړخیزې پروسې له مخې د ټولو خلکو په ګ ټه وي.

۳۸ . لومړنۍ ستره ننګونه د سولې نه شتون دی، چې سږ کال دولت په دې برخه کې د پام وړ او مهم ګامونه پورته کړي. ګډونوالو په ټولو ښکیلو اړخونو غږ وکړ چې د افغانانو غوښتنو ته د رسیدو د یواځینۍ شونې لارې په توګه د جګړې د پای ته رسیدو په موخه د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې له دغه فرصت څخه ګ ټه پورته کړي، کوم چې د اوږدمهال اقتصادي ودې او هوسا راتلونکې لپاره یو فرصت دی.

۳۹ . دولت او نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو د جنیوا کنفرانس د کوربه توب ستاینه کوي. ګډونوال د ۲۰۱۹ کال د لوړ پوړو چارواکو غونډې او د ۲۰۲۰ کال د وزیرانو کنفرانس ته سترګې په لار دي، چیرته چې د افغانستان د دولت د بالمقابل اصلاحاتو د اجنډا او د جنیوا د دوه اړخیزې حسابولۍ چوکاټ په رڼا کې د افغانستان د اوږد مهاله پرمختګ لپاره به پر راتلونکو ژمنو خبرې اترې وشي.

 

د اعلامیې پای