د لومړیتوب لرونکي ملي پروګرامونه - د وزارت په اړوند

د لومړیتوب لرونکي ملي پروګرامونه

د افغانستان د ملی پراختیايي تګلارې عملي او مشخصې لارې

د کابل نړیواله پروسه چې د ۲۰10کال د لندن په کنفرانس کې د جلالتماب رئیس جمهور د پرانستې وینا څخه پیل شوې ده، د افغانستان دولت ته له نړیوالو همکارانو څخه د سولې او پخلاینې، امنیت، د سالمې حکومتدارۍ، اقتصادي پرمختګ او د نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې له نړیوالو همکارانو څخه د ملکي او نظامي مسئولیت د انتقال پیل و چې دا موضوع ګانې د افغانستان ملي پراختیايي تګلارې په اهدافو کې هم شاملې دي.

اهمیت: د لومړیتوب وړ ملي پرواګرامونه په حقیقت کې د افغانستان د ملي پراختیايي استراتيژۍ په اډانه کې له نویو ژمنو څخه استازیتوب کوي او اهداف يې د خدماتو او کاري فرصتونو په برابرولو، د متوازن اقتصادي پرمختګ، عایداتو، د هیوادوالو د حقوقو څخه ملاتړ، دولتی او غیر دولتی ادارو او هر اړخيزې او پایداره سولې په رامنځته کولو سره د افغانستان خلکو او ادارو غښتلي کول دي.

د دې پروګرامونو لومړنی لرلید چې د لومړي ځل لپاره د کابل په کنفرانس کې وړاندې شول د کابل د پروسې په پيژندلو کې ګټور او د افغانستان د خلکو او د نړیوالو همکارانو لپاره د عطف ټکی په ګوته کوي. د پخوا وختونو برخلاف چې پروګرامونه به په پراخ ډول ترتیب او د نړیوالو همکارانو له خوا تطبیق کیدل اوس د افغانستان دولت او د مدني ټولنې او خصوصي سیکټور زياتره همکاران په بشپړه توګه تیار دي چې د افغاني مالکیت، رهبرۍ او مسئولیت دا پروسه پر غاړه واخلي.

د جوړولو څرنګوالی:د دولت او د نړیوالو او پرمختيایي همکارانو د لا زیاتې پاملرنې د راماتولو لپاره د کابل کنفرانس ته د تیاري په لړ کې د افغانستان د ملی پراختیایي تګلارې لپاره د لومړیتوبونو پر بنسټ يو تطبیقی پلان طرحه شو چې د ۶میاشتیني، ۱۲میاشتیني، ۳کلن او ۵کلن مقاصد په کې را نیول شوي دي. دا پروګرامونه د افغانستان د ملی پراختیايي تګلارې د لومړیتوب بندۍ له لارې د کابل د پروسې د لرلید د ترسره کولو په موخه طرحه شوي دي چې له يو بل سره نږدې اړيکي لري.

د دې لپاره چې پروګرامونه مو د افغانستان د ملي پراختیايي تګلارې سره سم لومړيتوب بندي کړي وي، د افغانستان د دولت د لوړ پوړو چارواکو، د پرمختیايي چارو متخصصینو او مدني ټولنې، د کابل کنفرانس څخه څو میاشتې وړاندې کار پيل کړی و. دا ډله په ولایتونو او کلیو کې له خلکو سره د يو لړ مشورتي ناستو وروسته د دوی بنسټيزې غوښتنې وارزولې او د پایلې پر بنسټ يې ملي اړتیاوې د ۲۲پروګرامونو په قالب کې راغونډې کړې چې د شپږو کلسټرونو له خوا پر مخ بيول کيږي او د افغانستان د ملي پرمختیايي تګلارې له اهدافو سره بشپړ سمون لري.

د کابل کنفرانس او د لومړيتوب وړ ملي پروګرامونه:يوه له مهمو مسائلو څخه چې د افغانانو د رهبرۍ او مالکیت لاندې د لومړني کنفرانس "کابل کنفرانس" په ترڅ کې چې د ۱۳۸۹کال د سرطان پر ۲۹نیټه رابلل شوی و، پرې بحث وشو د لومړیتوب وړ ملی پروګرامونه ول. د دې کنفرانس ګډونوالو په تیره بیا د افغانستان دولت، د افغانستان د ملی پراختیايي تګلارې د ۶میاشتینو، ۱کلنو، ۳کلنو او ۵کلنو اهداف پر لاسته راوړلو او د کابل پر پروسې ټینګار وکړ. لکه څنګه چې جلالتماب ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال د خپلې بيانې پر ترڅ کې يادونه وکړه چې دولت پر دې اهداف هوکړه کړې ده او د اړونده وزارتونو کړۍ يې جوړې کړي دي او دا کړۍ دنده لري چې يو لړ د لومړیتوب وړ ملی پروګرامونه رامنځته کړي چې په دې کنفرانس کې وړاندې کيږي. د کابل کنفرانس په حقیقت کې د افغانستان دولت ته له نړیوالو همکارانو څخه په پنځو ساحو کې د  نظامي او ملکي مسئولیت د انتقال پیل دی چې د سولې او پخلاینې، امنیت، د سالمې حکومتدارۍ، اقتصادي پرمختګ او د نړيوالو او سيمه ييزو همکاريو برخې په کې شاملې دي چې د لومړیتوب وړ ملی پروګرامونو له خوا ترسره کيږي.

اغیزې:د لومړیتوب وړ ملی پروګرامونه به څلور بنسټيزې اغیزې پر ځای پريږدي:

الف: هیوادوالو ته د دولت فعالیتونه په ډاګه کوي او د لا زیات مشروعیت لامل يې ګرځي، ب: د کاری فرصتونو او د عوایدو د زیاتیدو لامل ګرځي او د حکومتدارۍ او خدماتو د چمتو کولو په برخه کې ظرفیت لوړوي، ج: دولت د هغو ملی پروګرامونو له لارې چې د افغانانو له خوا د هغوی اړتیاؤ ته د لاسرسي په موخه طرحه شوي دي، لا زیات مشروعیت ترلاسه کوي. د: له هغه ګډوډۍ څخه به مخنیوی وکړي چې اوس د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په ساحه کې موجوده ده او د نړیوالې ټولنې مرستې به د هغو لومړیتوبونو په اډانه کې مصرفیږي چې دولت ټاکلي دي. +

د پروګرامونو ډلبندي:

د لوړیتوب وړ ملي پروګرامونه د لا اغیزمن او ګټور تطبیق په موخه پر ۲۲پروګرامونو وویشل شول چې په لاندې برخو کې تنظیم شوي دي:

سوله: (د سولې او بیا ګډون پرواګرام)

د بشري سرچينو انکشاف: (د ظرفیتونو او کاري فرصتونو زیاتول، زده کړه د ټولو لپاره، لوړې زده کړې، د ښځو چارې، د روغتيا په برخه کې د ظرفیتونو لوړوالی)

د زیربناؤ پرمختګ: (د سرچینو ملي او سیمه ییز دهلیز، استخراجي صنایع، د انرژۍ ملي پروګرام، ښاري پراختیا)

د خصوصي سیکټور پراختیا: (سوداګرۍ او وړو او متوسط کاروبارونو پراختیا پروګرام)

زراعت او کلیوالي سیمو پراختیا: (د اوبو او طبیعي منابعو مدیریت، هر اړخیز زراعت، کلیوالي سيمو ته لاسرسی، د کلیوالي ټولنو غښتلتیا)

حکومتداري: (مالي او اقتصادی اصلاحات، شفافیت او حساب ورکونه، اغیزمن او ګټور حکومت، کلیوالي حکومتداري، عدالت د ټولو لپاره، د بشر حقوق او مدني مسئولیت).

د افغانستان دولت د کابل په کنفرانس کې د خپلې ژمنې سره سم د دې ملي پرواګرامونو طرح، مالي اټکل او پلي کولو کار پيل کړی دی. د پورتنیو ساحو پرمختګ په مهالني ډول په کابینه، ملی شورا او همداراز هر دوه میاشتې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ له خوا ارزول کيږي. د دې لپاره چې د دې پرواګرامونو له لا زیاتو اغيزو او د هغوی له دقیق تطبیق څخه ډاډمن شو، دا پروګرامونه د ۱۰۰ورځنيو پرمختیايي راپورونو او په پام کې نیول شويو ۶میاشتینیو، ۱۲میاشتینیو، ۳کلنو او ۵کلنو عملي پلانونو له خوا مرحله بندي، نظارت عملی کيږي. چې دا ټول وسیلي سره يو ځای د د افغانستان د ملي پراختیايي تګلارې او د کابل د پروسې لرليد په تطبیق کې مرسته کوي.