د بیمې عمومي شرکت - د وزارت په اړوند

د بیمې عمومي شرکت

په هیواد کې د بیمې صنعت ته لنډه کتنه

د افغانستان په څیر هغه هیوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي د پرمختګ صنعت یې د بیمې صنعت پورې تړلی وي، د بیمې صنعت د هیواد اقتصادي وضعیت، د پانګونی زیات والي، د فقر کموالي، د دندو زیات والي، د اقتصادي مبادلاتو زیات والي، ښه ټولنیز ژوند، او داسې نورو ته زمینه برابروي، نو په دې اساس د بیمې صنعت په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.

د بیمې صنعت زیات والی پانګوالو ته دا ډاډګیرنه ورکوي چې د دوی پانګه د هر ډول حوادثو څخه خوندي ده نو په دې اساس دوی خپلو اقتصادي فعالیتونو ته پرته له کومې ویرې دوام ورکوي چې دا کار سوداګري او اقتصادي پراخوالي ته زمینه برابروي.

د یادونې وړ ده چې په تیره لسیزه کې نه یوازې بیمه بلکه ټول مالي سکټورونه، ټولنیز، کلتوري او داسې نورې برخې په افغانستان کې زیانمنې شوي. نو د بیمې صنعت په افغانستان کې یو نوی صنعت او د پرمختګ په حال کې ده، په ۱۳۸۵لمریز کال کې افغانستان کې یوازې د بیمه ملي افغان په نوم چې یو دولتي شرکت ؤ او شپیته سلنه برخه کې د مالیې وزارت وه بیموي فعالیتونه یې کول. په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د بیمې لومړنی خصوصي شرکت په فعالیت پیل وکړ چې د فعالیت جواز یې د مالیې وزرات له بیمې ریاست څخه تر لاسه کړ. اوس مهال په هیواد کې د بیمې درې خصوصي شرکتونه فعالیت کوي چې د بیمې په برخه کې بیلابیل خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې کوي.

د مالیې وزارت د بیموي چارو د ریاست په اړه لنډ مالومات

د بیمې ریاست په لومړي ځل د نظارتي ادارې په نوم په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د مالیې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شو چې د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون تر پوښښ لاندې یې فعالیت کاؤ چې د وزیرانو شورا له تصویب څخه وروسته د دولسم بند اوومه شمیره مصوبه د ۱۳۸۷/۲/۱۶ په نیټې د بیمې د کمیسیون په نوم اونومول شو، په دولتي ادارو کې کمیسیون یو موقت ارګان ته ویل کیږي نو په دې اساس د وزیرانو شورا له پریکړې څخه وروسته د بیمږي چارو ریاست په نوم اونومول شو. بیموي چارو ریاست د قانون او د بیمې د نافذه طرزالعمل له مخې د بیمې شرکتونو ته، د بیمې کمیشنرانو ته، د بیمې استازو او پلټونکو ته د فعالیت جوازونه ویشي او د هغوی له فعالیتونو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي.

د بیموي چارو ریاست فعالیتونه د لاندې امریتونو او مدیریتونو له خوا پیلي کیږي:

۱. د تقنین امریت

۲. د نظارت امریت

۳. د بیموي چارو ریاست سکرتریت

۴. د خدماتو وړاندې کولو عمومي مدیریت

۵. د بیموي فعالیتونو د نظارت عمومي مدیریت

۶. د پانګونې چارو د نظازت عمومي مدیریت

۷. د حقوقي تخلفاتو د پلټنې عمومي مدیریت

۸. د مقرری د طرحو متخصصین

۹. د مالي راپورونو تحلیل او د بیموي خطراتو د پلټنې کار پوه

د بیموي چارو رئیس: محمد عارف حمید

m.arif.hamid@gmail.com

د بیموي چارو ریاست مهمې دندې

·        د قانون او د بیمې د طرزالعمل له مخې د جواز د ورکولو صلاحیت او د جوازونو تمدید د فعالینو لپاره.

·   د بیمې شرکتونو له فعالیتونو، کمیشن کاران، استازي او د بیمې پلټونکو څخه د ښو فعالیتونو په موخه د نظارت صلاحیت.

·   د بیموي چارو ریاست دا صلاحیت لري تر څو کورني او بهرني منل شوي مفتشین  د حسابي او مالي چارو د کلنۍ تفتیش په موخه د بیمې د فعالینو لپاره په دنده وګماري.

·   یاده اداره دا صلاحیت لري چې د راپورونو تر لاسته کولو، مالومات او نور ضروري اسناد له شرکتونو، کمیشنرانو، استازو، مفتیشینو او د بیمې له پلټونکو څخه تر لاسه کړي.

·   د بیموي چارو ریاست د قوانینو د طرحې او تدوین، مقرراتو، طرزالعملونو او د بیموي چارو د لوایحو صلاحیت لري.

·   د بیموي چارو ریاست د بیمې پر ټولو فعالینو د بیموي حقوقي تخلفاتو د مخنیوي په موخه د تقنیني اسنادو د پلي کولو صلاحیت لري.

 

د بیموي چارو ریاست لاسته راوړنې.

۱. د پروتوکولو لاسلیک:

·   د ایران اسلامي جمهوریت له مرکزي بیمې سره د همکارۍ او د بیموي همکاریو د ساتلو په موخه د هوکړه لیک لاسلیک.

·        د انګلستان د چستر فلید شرکت او د افغانستان د بیموي چارو ریاست تر منځ د همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک.

·        د افغانستان د بیموي چارو ریاست او د تاجکستان جمهوریت تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکول.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړول.

په بهرنیو هیوادونو کې ترینینګونه

·        د هندوستان د بیمې په انستیتوت کې د عمومي بیمې زده کړه.

·        د مالیزیا په هیواد کې د عمومي بیمې په برخه کې زده کړه.

·        د پاکستان په هیواد کې د احصایې او تفتیش په برخه کې زده کړه.

·        د پاکستان په هیواد کې د مالي خطراتو د ادارې زده کړه.

په هیواد په داخل کې تینینګونه

۱. د بیموي چارو ریاست لخوا د ورکشاپونو جوړول

·        له لرې لارې څخه نظارت

·        د مخامخ جواز ورکولو نظارت

·        مالي تحلیل

·        راپور ورکونه

·        سوداګري پلان

·        بیمه ای محاسبه

۲. د (USAID) لخوا د ورکشاپونو جوړول

·        ساختماني بیمه، کارګو بیمه

·        د زیان ورکونې ادعا

·        د نظارت اساسات

·        د بیموي شرکتونو تشکیلاتي جوړښت

۳. د قوانینو طرح او تدوین

·        د بیمې د نوي قانون مسوده

·        د ثالث شخص د قانون مسوده

۴. د مقرراتو د طرحې تدوین

·        د اور لګیدنې بیمې مسوده

·        د خصوصي صحې بیمې مسوده

·        د مسؤل کس د مدنې مسؤلیت د بیمې مسوده

·        د نقلیه وسایطو د بیمې مسوده

·        د بیمې شرکتونو د اداري او تشکیلاتي هئیت اړوند د تنظیمي چارو د بیمې مسوده

·        د پانګې اچونې شرکتونو د بیمې مسوده

·   په هیواد کې د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د بیموي چارو ریاست په طرزالعمل کې تعدیل

·   د کورني او بهرني د تفتیش شرکتونو د ثبت او راجستر په هکله د بیموې چارو ریاست په طرزالعمل کې تعدیل

۵. د غیر قانوني بیمې له فعالیتونو څخه مخنیوی

·        د خصوصي روغتونونو لخوا د بیمې صحي پاڼې له خرڅولو څخه مخنیوی

·        د بیمې د بهرني کمپنۍ لخوا په هیواد کې د خصوصي کمپنو او موسساتو له بیمې کولو څخه مخنیوی

·        د توریستي شرکتونو لخوا د بیمې پاڼو له خرڅولو څخه مخنیوی

۶. د بیمې شرکتونو څخه تفتیش او نظارت

·        د نظارتي ټیم جوړول  د بیمې شرکتونو د تفتیش لپاره چې په ربعوار او کلني شکل اجراات کوي

·        د تفتیش د څلورو شرکتونو ثبت او راجستر چې په افغانستان کې د بیمې شرکتونو تفتیش غواړي

·        د KPMG د تفتیش شرکت

·        د هوروات ملک د تفتیش شرکت

·        د ایرنست یانګ د تفتیش شرکت

·        د فیصل نسیم د تفتیش شرکت

۷. عامه پوهاوی

·   د بیمې د کلتور د رواجولو لپاره د بورشورو خپرول او په هیواد د بیمې د سکتور په اړه د پوهاوي د سطحې لوړول

·        د هیواد په مرکز او ولایاتو کې د عامه پوهاوي لپاره د کنفرانسونو او ورکشاپونو جوړل

د بیمې د مشورتي بودر غړي د لاندې ادارو استازي دي:

·        د مالیې وزارت

·        د بهرنیو چارو وزارت

·        د سوداګرۍ وزارت

·        د عدلې وزارت( د قانون جوړونې انستیتیوت)

·        د اسیا اداره(په افغانستان کې د خصوصي پانګونې څخه د حمایت اداره)

د مالیې وزرات یو مرستیال د بیمې د مشورتي بورد د رئیس په توګه د بیموي چارو ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت په منظوزۍ ټاکل کیږي. د بیمې بورد غونډي په کال کې څلور ځلې د ضرورت په اساس د بیمې چارو د رئیس په وړاندیز جوړیږي.

په افغانستان کې مروجې بېمه پاڼې

·        د هوانوردي بېمه

·        د کارګو بېمه

·        د ټولو انجینیري خطراتو او ساختماني بېمه

·        د کارکوونکو د زیانونو بېمه

·        د شخصي پېښو او تصادومونو بېمه

·        د کاري مسؤلیتونو بېمه

·        د سوداګرۍ اړوند او شتمنۍ بېمه

·        د سیاسي مخاطرو بېمه

·        د درېیم (ثالث) وګړي بېمه

·        د بانکدارۍ له پاره بېمه

·        د قراردادیانو د ماشینونو بېمه

·        د هنري صنعت بېمه

·        د سفر بېمه

·        د نقلیه وسایطو بېمه

·        د کار ورکوونکي د مسؤلیت بېمه

·        عمري او غیري عمري بېمه

 

له پور ته ذکر شویو بېمو پاڼو څخه ځینې یې په افغانستان کې معمولې دي غواړو روښانه یې کړو: څېړو.

د بحري سوداګریزو توکو بېمه (Marine Insurance):

په بحري ډوله بېمو کې د توکو څښتن، هغه ټاکلې اندازه پیسې چې د توکو په بیو، د لېږد په واټن او مهال پوري تړاو لري وړاندي کوي او که چېرته کشتۍ ډوبه او مال غرق شي بېمه کوونکی به د زیان پیسې وړاندي کوي.

د هوا نوردي بېمه (Aviation Insurance):

په دې  ډول بېمو پاڼو کې، الوتکې، مسافرین او د هغوی سوداګریز توکي د کورنیو او بهرنبو الوتنو پر مهال د بېلابېلو پېښو پر وړاندي د ټاکل شوي بېموي هوکړه لیک له مخې پوښل کېږي.

 

د سفر بېمه (Travel Insurance):

په دې ډول بېمه پاڼو کې، وګړي د سفر پر مهال د ناببره پېښو پر وړاندي چې شخصي امتیازات هم لري بېمه کېږي او د بېمې موده یې د بېمه کېدونکي په خوښه وي چې د بېمې پوښنه یې په نړیواله بڼه وي.

د مسؤل آمر بېمه د نورو کارکوونکو پر وړاندي (Employer’s Liability Insurance):

د هر وګړي د قانون له مخې (کارکوونکی – کارګر) چې بل وګړی ګماري او د کار پر مهال زیانمن شي، ګمارونکی وګړی د هغه د زیان ورکړه په غاړه لري.

د توکو یا مال بېمه (Property Insurance ) :

بېمه شوي کسان به ټاکلي قسطونه بېمه کوونکي ته د خپلو قیمتي توکو د ورکي او سوځونې  ورکوي،

د سوځونې بېمه (Fire Insurance ) :

 زیانمنو منقول او غیري منقولو شتمنیو او مالونو ته تاوان ورکول، لکه: ساختماني او اثاثیه د اداري واحدونو او استوګنیزو ځایونو، سوداګریز، صنعتي، بنسټونه، ماشینونه، کوټ شوي مواد او ... یا دا چې په اور سوځونه او یا هم په نورو پېښو کې چې په بېمه پاڼو کې هوکړه پرې شوي.

روغتیایي بېمه (Health Insurance):

هغه بېمه پاڼه ده چې په هغه کې د وزارتونو او مؤسسو وګړي له خپلو کورنیو سره د ناببره پېښو، لکه په ناروغیو اخته کېدل چې په کور دننه او یا بهر کې تر درملنې لاندي نیول کېږي.

د نقلیه وسایطو بېمهMotor Insurance) ) په دوه ډوله ده:

د دريېیم وګړي یا (ثالث) بیمه (Third Party Liability Insurance)

هغه ډول بېمې ته ویل کېږي چې د چلوونکي  مسؤلیت د درېیم وګړي پر وړاندي په غاړه اخلي.

ټولیزه یا جامع بېمه (Comprehensive Insurance) هغې بېمې ته ویل کېږي چې بېمه شوی وګړی د ټولو پېښو چې د ده موټر او سوارلیو ته متوجه کېږي بېه کوي.

د معیوبیت بېمه (Disability Insurance):

د بېوزلۍ بېمه هغه وګړی چې د کار کولو توان نه لري،له بېمې څخه یوه اندازه عاید تر لاسه کوي.

د عمر بيمه (Life Insurance):

غیري عمري بېمه (Non Life Insurance):

په معمولي ډول له عمر څخه پرته نورې ټولې بېمې ته ویل کېږي.

د کار د مسؤلیت بېمه:

دا ډول بېمه کارکوونکي ته چې د کار پر مهال د دوی د بې غورۍ او خطا په وجه یې شتمنۍ، مال او  بدن یا نورو وګړو ته راګرځي پر غاړه اخلي

د نویو بېمه شویو کمپنیو له پاره لارښوونه:

1.    پاڼه (د غوښتنې د فورم فیس ) د غوښتن پاڼې ورکول چې بیه یې (۲۵۰۰) افغانۍ ده.

۲- له تحویلي سند څخه وروسته، د غوښتنې فورم هغه حکمې وګړي ته چې غواړي شرکت جوړ کړي ورکول کېږي.

۳- د بېمې شرکت د جواز فیس (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ دی.

۴- د کمېشن کارۍ د فعالیت فیس (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ دی.

۵- د سروې کوونکو او خرڅوونکو د فعالیت جواز فیس (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ دی.

۶- هغه وګړي چې غواړې د بېمې شرکت جوړ کړي په لاندي ډول دي اسناد ترتیب او د بېمې چارو ریاست ته Afghanistan Insurance Authority  ته دې واستوي.

1.    بنسټ پاڼه، بزنس پلان، بېمه پاڼه او د شرکت د خطراتو بېمه دي وسپاري چې په هره پاڼه کې یې د شرکت د ګډونوالو لاسلیک وي.  .

2.    ځانګړی معلومات دي د بېمې د پالیسۍ، د مالیه ورکوونکو فورمه، د ګډونوالو معلومات، د اداري کارکوونکو معلومات او په اخر کې دي د کمپنۍ پته ولیکي.

3.    د بېمه کېدونکو په اړه دي پخواني معلومات وړاندی کړي.

4.    د عمري بېمې شرکت لومړنۍ پانګه (400000000) افغانۍ ده.

5.    د غیري عمرې بېمې شرکت لومړنۍ پانګه(100000000) افغانۍ ده .

6.    د کمېشن کارانو لومړنۍ پانګه (50000000) افغانۍ ده.

7.    د خرڅلاو د استازي لومړنۍ پانګه (25000000) افغانۍ ده.

8.    د بېمې د پلټونکې لومړنۍ پانګه(125000) افغانۍ ده.

9.    د ګډونوال سابقه او شهرت (shareholders) او یا د لوړ پوړو شهرت دي په لاندي ډول شي.

·         CEO

·         President Insurance Executive

·         Base development Director

·         Senior Consultant

·         Senior A/C Executive

10. د مسؤل وګړي لاسلیک او د شرکت مهر دي مشخص شي.

11. لومړنۍ پانګه او له بانک څخه ډاډمن ځواب.

12. د ایسا پانګې اچونې جواز دي ولري.

13. د بېمه پاڼو ډولونه چې دوی یې پلوري ذکر کړي.

14. Business Plan

15. بنسټ پاڼه او امتیاز (Charter)

16. Letter to Shareholder

  په هیواد کې د بېمې جواز لرونکي شرکتونه:

ګڼه

د شرکت نوم

 د کړنو بڼه

1

د افغان ملې بېمې شرکت

عمومي بېمه

2

د افغانستان بېمې شرکت

عمومي بېمه

3

د افغان ګلوبل بېمې شرکت

عمومي بېمه

4 د سکای نړیواله بیمه عمومي بیمه
موږ ستاسو له وړاندیزونو او نیوکو څخه مننه کوو، د ګڼو معلوماتو له پاره په لاندي ایمېل پته اړیکه را سره ونیسئ.

پته: پښتونستان واټ – کابل - افغانستان

ایمیل آدرس: Insurance@mof.gov.af

د اړیکو شمېره: 202106875 (0) 0093