د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام

د کلیود لار جوړونې ملي پروګرام د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو له مهمو پروګرامونو څخه دی چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې په لاره اچول شوی دی. د دې پروګرام تطبیقي چارې د مالیې وزارت تر رهبری لاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا او ټولګتو وزارتونو  له خوا او  د ملي همغږی واحد دفتر  یا (NCU) په همغږی دهېواد په ۳۴ ولایتونوکې پر مخ بېول کېږي، (UNOPS) تخنیکي سلاکار په توګه د دې پروګرام سره مرسته کوي.
دغه پروګرام چی دهیواد په لرو پرتو سیموکې خلکو ته د سړک، پل او د سړک نور اړوند ودانیو جوړوي، دغه پروګرام د پروژو د کیفیت او اوږد مهاله عمر لپاره هم پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام مېنځ ته راوړل نه یواځې د کلیوالي وګړیو د لومړنیو اړتیاوو دحل کولو ساتندوی دي، بلکې د دوی د اقتصادي، روغتیایي، تعلیمي امکاناتو د پراختیا، د کلیوالي وګړیو د ټولنیز یوځایتوب حتی دا چې د سیاسي یوځایتوب او د ژوندانه په ټولو چارو کې د  ودې  لامل ګرځي ، کلیوالي خلکو ته د تعلیمي مرکزونو، روغتیایی موسسو او ښارونو ته د رسېدلو  لامل هم ګرځي، د عامو وګړیو د ژوند د کچه د لوړولو، د سوکاله راتلونکي او په کلیو کې د غریبی د کچې د ټیټولو لپاره یو لوی ګام شمېرل کیږي.
د کلیود لار جوړونې ملي پروګرام  تر دي دمه په ټول هیواد کې  څه د پاسه ۱۲ زره کیلو متر سرک ، ۵۳۴۹ متر پل ، ۱۷۲۶۳۳ متر د سرک اړوند ودانۍ او څه د پاسه ۱۷ میلیونه کاري ورځې د بیروزګاره خلکو  لپاره برابري کړې دي.

د کلیود لار جوړونې ملي پروګرام موخې:

 ۱-  د سړکونو جوړولو له لارې خلکو ته دروغتیا ، سوداګري ، ښوونځیو ته آسانتیاوې برابرول، د کلیو او ولسوالیو او د ولایتونو له مرکزونو سره نښلول.
 ۲-  د کاري ورځو له له لاری خلکو ته د کار د زمینې برابرول
۳-  د ترانسپورت په برخه کې خلکو ته د آسانتیاوو برابرونه

د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام  بنسټیز بنسټونه:

نښلول:

د کلیو د لار جوړونې ملی پروګرام د هری پروژي موخه د کلیوالو لارو له کلي څخه تر کلی واټ او له ولسوالۍ څخه تر ولسوالۍ واټ نښلول، او د پروژو بیارغونه او ساتنه ده.

ښوالی او ارزښت :

د پروګرام  کړنې ښوالی د معیارې انجینرې له ارزښتونو سره برابر دي.

پایښت لرونکې پراختیا:

د سرکونه پایښت او پراختیا د پروګرام هغه موخه ده چې  له دی لارې د خلکو پر اقتصادي ژوند مثبت اغیز کړې دي. 

ددې پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو له پاره دغه ویب پاڼه وګورئ: د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام