د پالیسۍ مرستیال ناهید سرابی

د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیاله اغلې ناهید سرابي، په ۱۹۸۶ کال د غزني ولایت سراب په سیمه کې زېږېدلې.

نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې تر سره کړي، د طالبانو د رژيم پر مهال یې کورنۍ پاکستان ته کډواله شوه.

د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته مېرمن سرابي، هیواد ته را ستنه شوه، د کابل پوهنتو فلسفې او علومو په پوهنتځي کې یې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړې په هند کې د زده کړو د دوام په موخه د هند د کلتوري اړیکو (ICCR) له شورای څخه سکالرشیپ ترلاسه کړ.

همدارنګه یې په ډهلي کې د ښځو لپاره (Indraprastha) له پوهنتون څخه د سیاسي علومو او ماسټري یې د مدیریت په برخه کې د جرمني راهور له پوهنتون څخه تر لاسه کړي.

مېرمن سرابي، په ۲۰۱۳ کال کې بیاځلې اکاډمۍ ته مخه کړه، په دې ځل یې د فولبرایټ له لارې دویمه ماسټري د کارونې اقتصاد په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو لوېدیځ مشیګان له پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

ناهید سرابي، د مدني خدمتونو مسلکي کار په ۲۰۰۷ کال کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پیل کړ، چې په هغه کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مکتوبونو او تحقیقاتي پروګرامونو مسؤلیت په غاړه درلود.

نوموړې د سیمه ایز خپلواک حکومت (IDLG) لپاره د سلاکارې او د مشارکت همغږې کوونکي په صفت کار کاوه، چې د سیمه ایزې څارنې مسؤل استازې ده. مېرمن سرابي، د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د سلاکاري، په توګه د کارپوهانو له ډلې سره چې د افغانستان ستراتېژیکې پراختیا چوکاټ کې د پراختیا او څارنې چوکاټ لپاره، د افغانستان لپاره د سولي او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) کې مرسته کړې ده.

هغې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۳ کال پوري د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ (ANDS) د مدیرې په توګه دنده تر سره کړي ده. په کاري موده کې هغي وکولی شول د ملي پراختیا ستراتېژۍ په ریاست کې ۲۲ پروګرامونه تر سره کړي. د ملي پراختیا پروګرام سربېره، د نړیوال کنفرانس لپاره چې د افغانستان لپاره جوړېده مدیریت او پروګرام جوړونه وکړي.

همدارنګه د توکیو کنفرانس ۲۰۱۲ او بروکسل کنفرانس ۲۰۱۶ کې اصلي غړې وه. هغې د پالیسۍ مرستیال په دفتر کې د راپور د تجزیې او تحلیل او د څارنې د مدیرې په توګه خدمت کړی.