د مالیې وزارت د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ (IT) ریاست لابراتوار معیاري سو
د مالیې وزارت د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ ریاست د (۱.۱) میلیون افغانیو په لگښت د عصري لابراتوار، چي درې جلا څانگي (د پوستغالي او سختغالي آمریت، د ترمیماتو څانگه او حمایوي څانگه) لري، په مجهز او معیاري ډول د دغي ادارې د کارکوونکو لپاره د مناسبي کاري فضا په درلودلو سره جوړ او گټي اخیستني ته وسپارل سو.
مناسب او د کار معیاري چاپېریال د دې ریاست د لابراتوار کارکوونکو لپاره ګڼي اسانتیاوي برابري کړي دي، چي هغوی کولای سي، خپلي اړوندي دندي په منسجم ډول او بشپړي آرامۍ ترسره کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي تر دې وړاندي د دغي څانگي چاري په معیاري او اساسي ډول نه وې او کله ناکله له ستونزو سره مخ کېدې، چي له دې وروسته به د یادي ادارې ستونزي هواري سي.