د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې استماعیه ناستې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Mon, Sep 30 2019 4:48 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۸ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې استماعیه ناستې په مالیې وزارت کې ترسره شوې.

د نن ورځې په استماعیه ناستو کې د عدلیې، کلیو او پراختیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همداشان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسؤلینو ګډون کړې وو چې د بودیجې د کمېټې، مدني ټولنو، د افغانستان د عامه مطالعاتو مؤسسې، د افغانستان د روڼتیار څار استازو او د ملي بودیجې عدالت غوښتونکو غړو هم شتون درلود.

خبر

په لومړي سر کې د یادو ادارو استازو ته د ۱۳۹۹ مالي کال استماعیه ناستو اصلي چوکاټ روښانه او د دې ادارو د بودیجوي اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کې یې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د ملي بودیجې په سند کې باید هغه پروژې ورګډې شي، چې د خلکو په ژوند، اقتصادي وضعیت، کارموندنه او ملي عوایدو باندي مثبت اغېز لري او د افغانستان له اقتصادي ځان بسیاینې سره په تدریجي ډول مرسته وکړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د ملي بودیجې استماعیه ناستې به په پرلپسې توګه له ټولو بودیجوي واحدونو سره ترسره شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS