مالیې وزارت د ټرانسپورټ له وزارت سره د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک کړ

admin_mof
Tue, Jan 07 2020 2:16 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس ښاغلي یما شمس، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو، په هیواد کې د سړک جوړولو په څرنګوالې، د یادو پروژو د پرمختګ په راپور او د سړکونو د ساتنې او څارنې په تړا خبرې او د نظرونو تبادله وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، د طرحه شویو پروژو د چارو ښه کېدو په موخه د لازمو سپارښتنو ورکړې ترڅنګ، د ټرانزیټي او استملاک سړکونو د پراختیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
په پای کې د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک شو، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ سیستم ادارې (JICS) له لوري په وړیا او غیر پروژوي بڼه تمویلېږي.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS