نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ددغه هیواد په پرمختیایي او اصلاحي پروګرام بحث وکړ

admin_mof
Tue, Jul 28 2020 9:47 PM
خبر

کابل، د زمري میاشتې ۶ مه نېټه – د لوړ پوړي پلاوي (سام) څلورمه ناسته دافغان حکومت او نړیوالو همکارانو ترمنځ پر هغو جدي ننګونو چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د پرمختیا او سولې لپاره په فرصتونو او تر۲۰۲۵ کاله پورې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغان حکومت په لید لوري، پلان او تګلارو له دوو ورځنیو رغنده بحثونو وروسته نن پای ته ورسیده. د SOMپه ناسته کې د څه باندې ۴۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو، د افغان حکومت وزیرانو او چارواکو او همدارنګه د مدني ټولنې او خصوصي سکټور استازو برخه درلوده.

د ولسمشرۍ د چار چینار په ماڼۍ کې دغه دایره شوې ناسته، چې ګډونوالو پکې په حضوري ډول او د انلاین ویډیو لینک له لارې برخه واخیسته،هممهاله یې مشري د افغانستاناسلامي جمهوریت د مالیې نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د ۲۰۲۰ کنفرانس لپاره د فنلنډ ځانګړي استازي جان تالاس؛ او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اغلې دیبورا لاینز، لخوا کیده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني ناستې ته خپله ارزښتناکه وینا واوروله. جلالتماب ولسمشر د سولې لپاره شته تاریخي فرصت ته په کتو، د سولې، د ځان بسیاینې په برخه کې د پرمختګ، اقتصادي ودې او همدارنګه یې د کویډ ۱۹، بې وزلۍ، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو او شته ننګونو په اړه خپل لید لوری په ډاګه کړ.

خبر

جلالتماب ولسمشر؛ په خپلو خبرو کې وویل: " په کوردننه، موږ په هره کچه دملي بحثونو دپیلولو په حال کې یو چې له نن څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې چې د بدلون د لسیزې پای دی د بدلون رامینځته کولو دمفکورې پر شاوخوا د دولت کړنې متمرکزې کړو. نړیواله او سیمه ییزه اجماع په وروستۍ کیدو ده چې– د واکمن، ولسواک، یو موټي، په دننه او له نړۍ سره په سوله کې ژوند کونکي او د تیرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو او پراختیا د وړتیا لرونکي افغانستان – لکه څرنګه چې د جولای د پنځې او نهمې غونډو کې اشاره ورته وشوه، داسې بنسټ رامنځ ته کړو، چې زموږ ګډې ګټې خوندي او مشترک ارزښتونه درک کړي. له افغانستان سره ستاسو د دوامداره علاقمندۍ، ملاتړ او ملګرتیا لپاره د زړه له کومې مننه."

د مالیې وزارت له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ (ANPDFII) دوهم سند مسوده د غونډې ته وړاندې کړه، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د حکومت ستراتیژي او پلان پکې طرحه شوی. دغه پلان په دریو برخو کې تنظیم شوی، د مارکیټ رامنځ ته کول، دولت جوړونه، سوله رامنځ ته کول او پردې انګیرنې ټینګار شوی، چې ددوی ترکیب به له ملت جوړونې سره مرسته وکړي. دغه پلان په مهمو برخو لکه سوله، پراخه اقتصادي وده، په خاص ډول پر کرنې تمرکز، استخراج، ښاري پراختیا او سیمه ییزې نښلیدا ټینګار کوي. پر دې سربیره دغه پلان، کویډ۱۹ او اداري فساد ته رسیدنه، د ښځو او نجونو پیاوړتیا، ښې حکومتولي او همدارنګه د قانون او عدالت واکمنۍ په څېر موضوعات را نغاړي. له دې ورهاخوا، دمالیې وزارت د جنیوا د څو اړخیزې حساب ورکړې چوکاټ (GMAF) په اړه یو پرمختیايي راپ،ر غونډې ته وړاندې کړ.

خبر

د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل:" په ۲۰۱۷ کال کې د لوړپوړو چارواکو له وروستۍ ناستې راهیسې، افغانستان کې ډیر زیات بدلونونه راغلي دي او افغانانو اوږده لار وهلې ده. زموږ د خلکو له استقامت، د حکومت له رهبرۍ او زموږ د شریکانو له ملاتړ څخه مننه. زموږ د بودیجې کچه او زموږ د کورنیو عوایدو د جذب کچه هیڅکله لوړه نه وه. ډیرې زیاتې میرمنې له افغان دولت سره یوځای شوي او موږ یوځای په یوه پیچلي سیاسي او امنیتي چاپیریال کې یو مهم خوځښت را منځ ته کړیدی. سره له دې چې دا زموږ ډله ییزمسوولیت دی، چې خپلې لاسته راوړنې وساتو او وده ورکړو."

په دغو ترسره شویو ګټورو بحثونو کې نړیوالو ګډونوالو د افغانستان حکومت ته د سولې او پرمختیا دپیاوړي ملي پلان (ANPDFII) دمسودې د جوړولو مبارکي ورکړه او په ځانګړي ډول یې د حکومتي تګلارو، نوښتونو او پروګرامونو او همدا شان COVID-19 ته د رسیدنې لپاره د کار د نظریاتي چوکاټ د پراخولو هرکلی وکړ. نړیوالو همکارانو همدارنګه په ټولو سکټورونو کې له لاسته راوړنو سره د ننګونو د شاملولو او د مخ پر وړاندې تګ لپاره یې پر عملي کیدو دځانګړی تمرکز غوښتنه وکړه. په پلان کې باید د جنسیتي برابرۍ، د ښځو د پياوړتیا، اداري فساد پرضد مبارزې، حکومتولۍ او د قانون دحاکمیت په څیر مسلې لا ډیرې پیاوړې شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې دیبورا لاینز وویل، "د سولې د راتلونکو خبرو د پرمختیا په تناظر کې، حکومت او د پراختیا د برخې همکاران باید له تېرو تجربو څخه زده کړي، په روښانه توګه ننګونې په ګوته کړي او ډاډمنه کړي چې مونږ په ګډه د هغه فرصت د لا غښتلي کولو لپاره کار کوو، چې یو سوله ییز افغانستان یې خپلو خلکو ته برابروي."

دا ناسته د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د دوه اړخیزو غونډو په تعقیب جوړه شوې وه. لومړۍ غونډه په افغانستان کې د COVID-19 د اقتصادي اغیزو په اړه وه، چې مشري یې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدران، او کوربه توب یې آسیا لپاره د اروپايي اتحادیې رییس ښاغلي رافائلا ایودیس،وکړ. غونډې د بېړنیو غبرګونونو او په اقتصاد یې د اوږد مهاله اغېزو ترمنځ د انډول ساتلو او په ځانګړي ډول یې په زیانمنو وګړو د اغیزو کمولو اړتیا په ګوته کړه.دویمه غونډه، چې د سولې او پرمختګ په اړه وه، مشري یې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ډاکټر حمدالله محب؛ او کوربه توب یې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې دیبرا لاینز وکړ. دې غونډې د پراختیا او سولې ترمنځ دوه اړخیزه غښتلې اړیکه روښانه کړه؛ پداسې حال کې چې پرمختګ د سولې د ټینګښت او ثبات سره مرسته کوي، سوله پرمختګ رامنځته کوي او لګښتونه کموي.

خبر

د لوړ پوړي پلاوي (سام) د روان کال په نوامبر میاشت کې په جینیوا کې دبین الوزارتي کنفرانس د جوړیدو پرلور مهم پړاو دی چې په هرو څلورو کلونو کې دایریږي.

د فنلنډ را استول شوي ځانګړي استازي ښاغلي تالاس؛ وویل:" افغانستان په یوه مهم پړاو کې دی. د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته یو مهم فرصت دی، چې د راتلونکو لپاره ګډو اهدافو ته ژمنتیا ښيي. د یو سوله ییز افغانستان لپاره یو ریښتینی فرصت موجود دی، چې په پرمختیا ډیر مثبت اغیز اچولی شي.اړینه ده، چې دسولې دغه فرصت له لاسه ولاړ نشي".

د راتلونکی کنفرانس نیټه به، چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو په ګډه همکارۍ جوړیږي، د روان میلادی کال سپټمبر میاشتې په وروستیو کې اعلان شي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS