د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستلو په موخه د ملت استازو ته خپل کاري پروګرامونه روښانه کړل
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د لړم میاشتې په ۲۶ مه نېټه له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستلو په موخه د ملت استازو ته خپل کاري پروګرامونه روښانه کړل.
په دې ناسته کې، د مالیې وزارت سرپرست، د ملي عوایدو راټولېدو، د مثمریت، مؤثریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پراختیایي بودیجې لګښت، د دولت د لګښتونو تمویل، د هیواد اقتصادي ودې او ملي پراختیا لپاره د پلان شویو تدبیرونو، اداري فساد او د لمنځه وړلو په پلان شویو تدابیرو، د سیستمونو په اصلاح کولو او پراختیا، په دولتي تصدیو او شرکتونو کې د ښه مدیریت او خوځښت رامنځته کېدو او د بېمې چارو د تنظیم او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل.
ښاغلي ارغندیوال وویل:" موږ زیات تدابیر او اقدامات ترلاس لاندي نیولي دي، چې په پلي کولو سره به یې تر ۲۰۲۵ کال پوري زموږ ملي عواید ۴۰۰ میلیارده افغانیو ته ورسېږي، چې موږ کولی شو د امنیت سکټور په شمول د ټول هیواد عادي بودیجه تامین او اقتصادي خپلواکي اعلان کړو. "
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه:" د جینوا په کنفرانس کې به زموږ زیات تمرکز د ملي بودیجې له لارې د ټرانسپورټي زېربنا په جوړونه، انرژۍ، اوبه لګونه، کرنه او د کلیو پراختیا، تعلیم او روغتیا باندې وي. موږ هیله مند یو چې مرستندویه هیوادونه به د مخکنیو ژمنو پر بنسټ د افغانستان په بیا رغونه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي او موږ حد اقل ۶۵ سلنه د ملي بودیجې له لارې د هغو مرستو لګولو غوښتونکي یو، چې یوه ستره برخه به یې د پراختیایي پروګرامونو په برخه کې ولګول شي. البته د نړیوالې ټولنې د لګښتونو اوسنی رقم د ملي بودیجې له لارې ۴۹٪ دی. "
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې دغه وزارت به د سیستمونو د برېښنایي کولو ترڅنګ په عوایدي ادارو کې د زورواکو او بډه اخیستونکو پر وړاندې پرېکنده دریځ ونیسي، لکه څنګه چې تاسو ته څرکنده ده، زما د ژوند ستره برخه په جهاد او مبارزه کې تېره شوې ده او اوس هم د فساد پر وړاندي زما جهاد روان دی. په عوایدي ادارو کې ټولې سرغړونې چې تر سره شوې دي، تر پلټنې لاندي دي. د مالیې په وزارت کې زما د لنډې مودې دندې پرمهال ۱۰۰۰ تنه چې په فساد او بډو کې ښکېل ول، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي"
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست وویل، چې اوس مهال د دولتي تصدیو او شرکتونو اداره د عمومي ریاست په چوکاټ کې تنظیم شوې ده، چې د دې بنسټونو د پراختیایي اړتیاوو او غوښتنو ځواب ویونکي نه ده. له همدې کبله د تصدیو او دولتي شرکتونو او بېمې ادارې غوره مدیریت ته زما پلان دا دی، چې د یو معیاري او ځواب ویوونکي تشکیلاتي معینیت په چوکاټ کې تنظیم شي." هغه زیاته کړه: په اوس حال کې ۵۰ تصدۍ او دولتي شرکتونه شتون لري، چې ډېری یې فعالیت نه ترسره کوي. د ماشینونو د عصري کولو او نوي کولو لپاره یې پانګونه او په مشرتابه کې یې د وړ کسانو ګمارل زما د کارونو له لومړيتوبونو څخه دي، څو وکولی شم له دې لارې د هیواد په پرمختګ او د ښو خدمتونو په وړاندي کولو سره هیوادوالو ته کاري چاره برابره کړم."
د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست، په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو غوښتنه وکړه، چې اقتصادي ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو، له فساد سره مبارزې او اصلاحاتو پلي کولو په موخه نوموړي ته د باور رایه ورکړي.