د مالیې وزارت د ګمروکونو د ۲۸ حکمی بستونو خبرتیا
درنو هیوادوالو!
د مالیې وزارت مشرتابه؛ د اصلاحاتو راوستلو او د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، له څلورم تر شپږم پوري د ګمرکونو ۲۸ بستونه چې مخکي د ګمرکونو د اړتیاوو په صورت کې په حکمي توګه ګمارل شوي وو، اوس مهال د مالیې وزارت له ژمنې سره سم دغه بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي.
د مالیې وزارت مشرتابه؛ اعلان شویو بستونو ته په شرایطو له برابرو کسانو څخه په درنښت هیله کوي، چې په خپل ګډون سره د ملکي خدمتونو په ادارو کې د لا زیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي څو وکولی شو له اداري فساد څخه پاکه اداره رامنځته کړو.
د یادونې وړ ده، چې په شرایطو برابر کسان کولی شي فورمې او همداشان د اعلان شویو بستونو د دندو لایحې د مالیې وزارت له ویب سایټ www.mof.gov.af او فیسبوک پاڼې څخه د اعلان له خپریدو وروسته (26/09/1399 تر 10/10/1399) تر لاسه او د فورمو له ډکولو وروسته له خپلو معتبرو تحصیلي سندونو او کاري تجربو سره یو ځای په فزیکي ډول لاندې ادرس ته وسپاري.
· د عوایدو او ګمرکونو معینیت د بشري سرچینو مدیریت – د پلچرخي سړک
· د ولایتي ګمرکونو اداره (بلخ، کندز، آقینه، فراه، هرات، خوست، ننگرهار، کندهار، نیمروز).
د اړیکو شمېرې : 0202924624 – 0799370751
د دندو لایحې د لاندې لینک له لارې کتلی شئ.