د افغانستان د مشارکت چوکاټ تخنیکي ناسته
د افغانستان د مشارکت چوکاټ تخنیکي ناسته د مرغومې میاشتې په ۷ مه نېټه د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست او د همغږۍ، څارنې او راپور ورکولو لوی رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي په مشرۍ د پلي کونکو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې ښاغلي صدیقي، ګډونوالو ته د افغانستان د مشارکت چوکاټ چې د ۲۰۲۰ جینیوا کنفرانس کې د جینیوا دوه اړخیزې حساب ورکولو چوکاټ (GMAF) پر ځای منل شوی تشریح کړ او زیاته یې کړه چې یاد سند د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF2) په رڼا کې چې پنځې برخې (مقدمه، سوله جوړونه، مارکیټ جوړونه او ګډه ارزونه) لري طرح شوی دی. نوموړي وویل چې د ۲۰۲۱ کال لپاره ټاکل شوې ژمنې ثابتې دي او د بدلون وړ نه دي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته ژمنې د بحثونو او مذاکراتو له لارې د بدلون وړ دي.
همداشان د دې ناستې مشرتابه د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر د صریح هدایاتو په رڼا کې، په دې سند کې د ۲۰۲۱ کال د ټولو ژمنو په پلي کیدو او تعقیب باندې ټینګار وکړ څو راپور یې هره دو میاشت وروسته د کابینې غونډې ته وړاندې شي.
د ناستې په دوام کې ګډونوالو د دې ناستې له جوړیدو څخه هر کلی وکړ او د خپلو اړوندو ژمنو پوښتنې او ستونزې یې وړاندې کړې چې د حل لپاره یې هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
