د مالیې وزارت مالي مرستیال ته د مډال او یو شمېر کارکوونکو ته د ستاینلیک ډالۍ

admin_mof
Sun, Jan 03 2021 10:29 AM
خبر

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام په منظورۍ، د مرغومې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي صبغت الله احساس، له خوا د جلالتماب ولسمشر د حکم په لوستلو د دې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، ته د مالي سیستمونو د پراختیا او ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې ترتیبولو کې د زیاتو هڅو له کبله د غازي میر مسجدي خان مډال ډالۍ شو.

همدا شان د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي سید نصیر احمد ته افتخاري او د بودیجې د اجراء رئیس ښاغلي رامین اکبرزي ته لومړۍ درجه ستاینلیک، د څارنې او همغږۍ رئیس ښاغلي شمس الله شمس ته لومړۍ درجه ستاینلیک او د بودیجې عمومي ریاست یو شمېر کارکوونکو ته چې په اړوندو چارو کې یې خپله وړتیا ښوودلې وه، د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

د مالیې وزیر، مالي مرستیال او کارکوونکو ته چې په ستاینلیکونو ویاړل شوي وو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوال وو، چې له نېکمرغه د مالیې وزارت کارکوونکو په خپلو هلو ځلو وکولی شول د هیواد مالي سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي او د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د لومړیتوبونو او اړتیا وو په پام کې نیولو سره ترتیب او په دې برخه کې خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي. وړ کارکوونکو ته د ستاینلیک ورکول، د ادارې موخو ته د رسېدو په لاره کې د دوی د ښې ژمنې او زیاتو هڅو سبب ګرځي.

خبر

مالي مرستیال، د مالیې وزارت او د لسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام له مشرتابه، د حکومت د لوړو موخو پلي کولو په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ۱۴۰۰کال ملي بودیجه کې به د مالي چارو او عامه لګښتونو ښه مدیریت او اړوندو برخو کې د اصلاحاتو پلي کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS