د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست د نړیوال بانک له استازو سره وکتل

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست او د څارنې، تحلیل او راپور ورکونې عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي، د نړیوال بانک له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د عامه او خصوصي مشارکت ریاست، د سوداګرۍ او صنعت، د پلازمېنې زون پراختیایي ادارې او نورو اړوندو ادارو استازو ګډون درلود، د باریک آب صنعتي پارک د امکان سنجۍ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو څرګندونې وشوې او په اړه یې اړینې پرې کړې وشوې.
