شکایتونو ته د رسېدو په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا

د فساد، کم کارۍ او د مالیې وزارت د مسؤلینو او کارکوونکو له نا وړه چلند څخه د شکایتونو اورېدو په موخه د (دفتر عمومي ریاست تر تشکیلاتي چتر لاندي) شکایتونو ته د رسېدو امریت جوړ او عملآ یې په کار پیل کړی.
د شکایتونو ثتبولو په موخه په رسمي وختونو کې کولی شئ له لاندې شمېرو سره اړیکه ټینګه کړئ:
لومړۍ شمېره: سیسکو (1190) ، د ټلیفون شمېره (0202924190)؛
دویمه شمېره: سیسکو (1187)، د ټلیفون شمېره (0202924187)؛
درېیمه شمېره: (1189)، د ټلیفون شمېره (0202924189)؛
څلورمه شمېره: سیسکو (1188) د ټلیفون شمېره (0202924188)
همدا راز کولی شئ، خپل شکایت او د ثبوت سند په دغه ایمېل (complaint@mof.gov.af) را واستوئ. پر دې سربېره کولی شئ د دغه لینک (complaint.mof.gov.af) له لارې په انلاین توګه خپل شکایت ثبت کړئ.
شکایتونو ته د رسېدو څرنګوالي په تړاو به تاسو ته بېرته ډاډ درکړل شي. هېره دي نه وي، چې د مالیې وزارت سرپرست به د خلکو د شکایتونو اورېدو په موخه، له شکایت کوونکو او خلکو سره په منظم ډول کښېني او ټاکلې موده به یې ورسته خپره شي.