د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري او د اریانا افغان هوایي شرکت مدیره پلاوي رئیس د دې شرکت د مشرتابه (له عامل پلاوي) سره ولیدل

په دې لیدنه کې د شرکت د عامل او مدیره پلاوي ترمنځ د همغږۍ ښه کېدو، د چارو ښه مدیریت او ګډو هڅو، په بېلا بېلو مالي، سوداګریزو او عملیاتي برخو کې په اصلاحاتو، د الوتنو د ښو خدمتونو په وړاندي کولو، د مسافرینو د رضایت ترلاسه کول، عوایدو لوړېدو، د شرکت د لګښتونو په سپما او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وشوې.
ورپسې د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي ریاست سرپرست سلیم رحیمي، د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه د دې شرکت د ترسره شویو اجراآتو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو ته مفصل راپور وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چې د اصلاحاتو راوستو، پېرېدونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو، عوایدو لوړېدو او نورو برخو کې به په پوره صداقت او ریښتینولۍ هڅه کوي.
د اریان افغان هوایي شرکت مشرتابه د ا.ا.ج او مالیې وزارت د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.