د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږي
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت رئیسانو او د اسیا پراختیایي بانک د بېلابېلو پروژو متخصصینو هم ګډون درلود، په سترو پراختیایي پروژو چې د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق (AITF) له لارې د اسیا پراختیایي بانک په واسطه تمویلېږي، د هیواد د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پراختیایي پروژو د طرحې او پلي کولو او د ډیزاین نوي کولو په موخه په ګډه د پروژو په بیا کتنه، لغوه او یا هم د هیواد د اساسي اقتصادي وضعیت لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د پروژو د ښه کېدو په تړاو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.