د عامه خدمتونو وړاندي کولو په موخه بین الوزارتي ناسته ترسره سول
په هغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري په مشرۍ د پوهني، د کرني اوبو لګوني او مالدارۍ، د کلیو بیارغوني او د عامي روغتیا وزارتونو د وزیرانو او د یادو وزارتونو د رئیسانو په ګډون په مالیې وزارت کي ترسره سول، پکښي د بشردوستانه پروژو د تطبیق پر څرنګوالي، د ملګرو ملتونو له ادارو سره پر همږغۍ او د اساسي خدمتونو پر وړاندي کولو خبري اتري او اړیني پريکړي وسوې.
