مالياتي جريمو د بیا ځلي معافيت خبرتيا!

admin_mof

د کوچنيو متشبثو (اصنافو) لپاره د اسانتيا چمتو کولو او په خپل وخت د مالیې ورکړي ته د هڅولو په موخه د ا.ا.ا. د ماليې وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې وه، چي د اصنافو د ثابتې ماليې نورم را ټيټ کړي او همدا راز د کوچنيو متشبثو (اصنافو) د تېرو کلونو مالياتي باقيات او مالياتي جريمې معاف کړي.

پر همدې اساس د ماليې وزارت د وړانديز او د ا.ا.ا. د جلالتمآب رئيس الوزراء د حکم له مخې تر (۱۴۰۰- ل) پورې مالياتي جريمې په داسي حال کي معاف سوي وې چي ماليه ورکوونکي خپل مالياتي مکلفيتونه تر (۲۹/۱۲/۱۴۰۰- ل) نېټې تحويل کړي. 

خو د ځينو ستونزو له مخي ټولو اصنافو او کوچنیو متشبثو ونسوای کولای پر ټاکلي وخت خپلې مالیې تحویل او د جریمو مخنیوی وکړي؛ نو له همدې کبله د مالیې وزارت عوایدو عمومي ریاست په وړانديز او  د ریاست الوزراء محترم مقام په منظوري د دې معافیت موده څلور میاشتي نوره هم (د  ۰۱/۰۱/۱۴۰۱ څخه بیا تر ۳۰/۰۴/۱۴۰۱ نېټې پوري) اوږده کړل سوه.

نو ټول اصناف او کوچني متشبثین کولای سي چي د روان کال د چنګاښ د مياشتي تر ۳۰ پوري خپل ټول باقي ماليات له جريمو پرته تحويل کړي. 

زموږ ماليه - زموږ هيواد - زموږ راتلونکی

Latest announcements

Tue, Sep 03 2019 11:32 AM
Background image

Announcement

  According to the provision of article 33 of Tax Administration Law, all accountants and consultants who provide tax consultancy services, documents preparation, accounting and other . . .

Back to announcements