د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت له صنعتکارانو سره وکتل 

admin_mof
Tue, May 10 2022 11:44 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري وضعیت د ارزوني او له نږدې د سوداګرو، صنعتکارانو او کار کوونکو د ستونزو اورېدو په لړ کي د هرات ولایت د صنعت کارانو د اتحادیې له مشر او غړو سره په لیدنه کښي د هغوی ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او زیاته یې کړه، چي شته امکاناتو ته په کتو، د اصولو او قوانینو مطابق به رسېدنه ورته کوي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي د مالیې وزير د چارو د څارني په موخه وخت پر وخت نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي او د صنعتکارانو ستونزي ئې اورېدلي او مسؤلینو ته یې د حل سپارښتني کړي دي.