د اریانا افغان هوایي شرکت ایربس طیارې د سي چیک پروسه پای ته ورسېده

admin_mof
Tue, Jun 07 2022 2:01 PM
خبر

د اریانا افغان هوایي شرکت د ایربس طیارې (A310-300) د سي چیک (C20-Check) پروسه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي بریالۍ پای ته ورسېده.

په دغه غونډه کي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر مولوي حمیدالله اخندزاده، د مالیې وزارت پلاوی، د کابل نړیوال هوایي ډګر او د اریانا افغان هوایي شرکت مسؤلینو ګډون کړی وو.

د اریانا افغان هوایي شرکت تخنیکي مرستیال میر عبدالله طوطاخیل، په هیواد کي دننه د طیارې د (سي چک) د اهمیت په تړاو خبري وکړې او وې ویل: دا لومړی ځل دئ، چي داسي یوه مهمه چاره ترسره کیږي؛ په کور دننه د افغان انجنیرانو له لوري د طیارې سی چک د هیواد لپاره یو مهم اقتصادي زیری دئ، چي اوس د اریانا افغان هوایي شرکت یوه لویه ایربس (A310-300) طیاره ګټي اخیستني او پرواز ته چمتو ده. 

د ټرانسپورټ وزارت د پراوزونو د خوندیتوب رئیس انجنیر همایون ستانکزي وویل: د اریانا افغان هوایي شرکت د طیارې (سي چک) او د دې شرکت نور تخنیکي کارونه د نړیوالو معیارونو له مخي ترسره کیږي او اوس په دې برخه کي ټول ضرورتونه دننه په هیواد کي پوره کیږي، چي له مخي ئې له هیواده د سرمایې له وتلو څخه مخنیوی کیږي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس مولوي عبدالهادی حمدان وویل: پخوا به د طیارو (سي چک) له هیواده بهر په لوړ لګښت او زیات وخت  نیولو سره ترسره کېدی، چي له نیکه مرغه اوس دغه پروسه په هیواد کي دننه په کم لګښت او د افغان انجنیرانو په هڅو ترسره کیږي، چي دغه چاره د ټول افغان ولس لپاره یو ستر ویاړ دئ.

د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رئیس الحاج رحمت الله اخند خوښي څرګنده، چي د (سي چک) پروسه په بریالیتوب سره ترسره سوه. نوموړي وویل: زموږ انجنیرانو دا ثابته کړه، چي  په کمو امکاناتو؛ خو په اخلاص سره کولای سو لوي کارونه ترسره کړو.

خبر

د یادوني وړ ده، هره طیاره د ټاکل سوو الوتنو او مشخصو ساعتونو له تیرولو وروسته اړتیا پیدا کوي، تر څو ټول سیسټیمونه، تخنیکي برخي او په خاصه توګه انجن برخه یې چک سي. د طیارو سي چک له هر ۳۵۰۰ ساعتونو ورورسته په هرو ۱۵ میاشتو کي یو ځل ترسره کیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS