د افغانستان او ایران ترمنځ  په ګمرکي برخو کي مهمي هوکړي وسوې

admin_mof
Thu, Jun 23 2022 3:55 PM
خبر

د شیخ ابو نصر فراهي سوداګریز بندر کې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت د مسؤلینو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي په موخه ناسته وسوه، چي په پایله کي پر لاندي مواردو هوکړه وسوه:

۱: ټول هغه ټرازیټي اموال، چي د چاه بهار او بندر عباس له لارو د شیخ ابو نصر فراهي بندر ته لیږدول کیږي له دې وروسته به د کوم ممانعت پرته د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لاري افغانستان ته صادریږي.

۲: ټول سوداګریز توکي باید اصلي منل سوي جوازونه ولري.

۳: په هغه صورت کي چي سوداګریز توکي د فراه ولایت د ګمرک ریاست او د نورم اسټډرډ ادارې له لوري بې کیفیت وپیژندل سي؛ توکي باید دوباره وګرځول سي او د ماهیرود مرزي مسؤلین دې په دې تړاو همکاري وکړي.

۴: د سوداګرو اړتیاوو ته په کتو د افغانستان ۶۰۰ باربري (ټیلر) موټرو، تګ راتګ  ته دې د رسمي او تراشیپ اصولو په اساس اجازه ورکول سي.

۵: له افغان او ایراني وګړو سره دېږي د دواړو هیوادونو خارو ته د تګ په صورت کي ښه چلند وسي.

د یادوني وړ ده، چي پورته پرېکړې د دواړو هیوادونو د مسؤلینو له لوري ومنل سوې او هوکړه وسوه، چېږي دواړه خواوې به کړو هوکړو ته ژمن پاتیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS