د کندهار سپین بولدک ګمرک د سولري بریښنا د تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
MOF/1401/G-076 د داوطلبۍ ګڼه:
د مالیې وزارت د ټولو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي تر څو د کندهار سپین بولدک ګمر د سولري بریښنا د تدارک پروژه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپانه د تدارکاتو مشاوریت څخه په میموري یا فلش ډسک کې تر لاسه کړي، خپل افرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو مطابق او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې ترتیب او په سرپوښلي ډول یې د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د 1 زمري 1401 نیټې د سهار تر 10:00 بجو پورې په دویمه ناحیه، پښتونستان واټ کې د مالیې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي، انټرنټي او ناوخته رسیدلي افرونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ څخه وړاندې غونډه د 25/چنګاښ/1401 نیټې د سهار په 10:00 بجو د اداري معینیت ودانۍ په دویم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې په لاره اچول کیږي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په ډول 500،000 پنځه سوه زره افغانۍ دی او د افر پرانیستنې غونډه د 1/زمري/1401 نیټې د سهار په 10:00 بجو د تدارکاتو آمریت کې په لاره اچول کیږي.