د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sun, Jul 03 2022 11:27 AM
خبر

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید، د یاد ریاست مرستیالانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم پکښي ګډون درلود؛ د ګمرکونو او عوایدو معنیت د غونډو په تالار کي تر سره سوه.

د غونډې په پيل کي د ګمرکونو عمومي ریاست د پلان، پالیسۍ څارني او ارزوني ریاست له لوري په ګمرکونو کي د ۱۴۰۱مالي کال د جوزا میاشتې او ددې کال د لومړۍ ربعي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولنیز راپور وړاندي سو او همدا راز د تیر په پرتله د راټولو سوو عوایدو مقایسوي ارقام شریک سول، چي پایله ئې د تیر په پرتله د ګمرکي عوایدو په کچه د پام وړ زیاتوالی، روڼتیا او د چارو ښه پرمختګ و ښوول سوه.

ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید خبري وکړې او د ګمرکونو د ټولو مسؤلینو له صادقانه هڅو ترسره کولو له امله یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د همداسي صادقانه هڅو په پایله کي به هیواد په اقتصادي برخه کي ځان بسیایني ته ورسیږي.

د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په ګمرکي چارو کي د شفافیت رامنځته کولو او د عوایدو د کچي لوړېدو له امله د ګمرکونو له رئيسانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د مسؤلینو صادقانه هڅو ښه پایله لرلې ده، چي په نتیجه کي یې په ګمرکي چارو کي روڼتیا رامنځته سوې او د عوایدو کچه لوړه سوې ده.

الحاج ملا محمد ناصر اخند د ګمرکونو ټولو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چي د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د مسؤلینو ترمنځ د بشپړ اعتماد فضاء رامنځته کړي او ټولو کارکونکو ته د سلیقو پر اساس نه، بلکي د مسلک پر اساس چاري وسپارل سي.

په دغه غونډه کي د کمرګونو رئيسانو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند له لوري دوي ته په چارو کي د بشپړ شفافیت رامنځته کولو په موخه لازمي سپارښتني وسوې.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو یو شمېر رئيسانو ته د هغوي د ښو خدمتونو ترسره کولو په موخه ستاینلیکونه هم ورکول سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS