مالیې وزارت له لوري پر مالیاتي قوانینو د پوهاوي سیمینار وړاندي سو

admin_mof
Wed, Sep 28 2022 12:00 PM
خبر

 د مالیې وزارت د عوایدو لوي ریاست له لوري د مالیاتي قوانینو، طرزلعمولونو، لارښودونو، لایحو، سیسټمونو او لاسته راوړنو د پوهاوي یو ورځینی سیمینار په کابل پوهنتون کي د یاد پوهنتون د بېلابیلو څانګو محصلینو ته وړاندي سو.

 د پوهاوي په دغه سیمینار کي د عوایدو لوي ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري د پرزینټيشن په بڼه د افغانستان د مالیاتو د پرمختک تاریخي بهیر، د مالیاتي قوانینو د تعدیل پر اړتیاوو، مالیاتي قوانینو ته په کتو د مالیاتو د ډولونو، پر عایداتو مالیات، په انتفاعي معاملو مالیات، موضوعي مالیات، ثابت مالیات، د ملکیتونو او شتمنیو د انتقال مالیات، همدا رنګه؛ د مالیاتي معافیتونو، د مالیاتو د ټاکلو او ورکړي، د مالیاتو د ورکړي پر طریقو، د مالیه ورکونکو پر حقونو او مکلفیتونو او پر اړوندو نورو برخو هر اړخیز معلومات وړاندي سول.

د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو ددغه هر اړخیز معلوماتي، علمي سیمینار د ترسره کولو له امله محصلینو هم خوښي څرګنده کړه او د مالیې وزات څخه یې مننه وکړه، چي د معلوماتو او ظرفیت لوړوني په موخه داسي ګټور معلوماتي او علمي سیمینارونه په لاره اچوي.

د سیمینار په لړ کي د محصلینو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه رکړل سول او د هغوي نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل سول.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ماليې وزارت تل هڅه کوي، تر څو د خپلو مسؤلیتونو اړوندو برخو کي هېوادوالو ته معلوماتي سیمینارونه پر لاره واچوي، تر څو د مالیې وزارت د فعالیتونو، مسؤلیتونو او لاسته راوړنو په تړاو لازم معلومات وړاندي سي او هم  به د ظرفیت لوړوني او مسلکیتوب په  برخو کې ګټوري پایلي ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS