د پلټني د سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې غړو بغلان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ 

admin_mof
Thu, Sep 29 2022 10:13 AM
خبر

د پلټني سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې د ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل د (Audit Follow-up) په موخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئيس محمد نادر همایون په مشرۍ یو پلاوي چي د دې ریاست د بودیجې او خزاینو پلټني ریاست سرپرست سید احمدالله یې هم ملتیا کوله بغلان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ. 

د سفر په ترڅ کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د بغلان، جوزجان او سرپل ولایتونو له مستوفیتونو  څخه لیدنه وکړه او د تېرو پلټنو په ترڅ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو تطبیق یې تعقیب کړ. د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د یادو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل چي د پلټني د مؤثریت او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په ټاکلې موده کې تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

د یادولو وړ ده، چي د پلټني د تعقیب کمېټه د مالیې وزارت په چوکاټ کي رامنځته سوې چي د پلټني د چاري د اغیزمنتیا په خاطر د پلټونکو له لوري اړونده ادارو ته د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو تطبیق په منظمه او دوامداره توګه څاري او راپور یې د وزارت له مقام سره شریکوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS