بې اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز په کابل ګمرک کي پرانیستل سو

admin_mof
Mon, Oct 03 2022 10:08 AM
خبر

 د بي اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز یا ون اسټاپ شاپ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د ټرانسپورټ وزارت او د ټرافیکو لوي ریاست په ملتیا په چارو کي د روڼتیا او اساتنیاوو د رامنځته کولو په موخه د کابل ګمرک کي پرانیستل سو.

په دئ غونډه کي  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌ءالله نوید، د ګمرکونو لوي ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل، د ټرانسپورټ وزارت، د کابل د ټرافیکو لوي ریاست استازو او د مالیې وزارت یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.

  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌‌ءالله په خپلو خبرو کي وویل: د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د لومړۍ میاشتي ۱۹ مي نیټې د دوهمي مصوبې له مخي د بې اسنادو زرهي او غیر زرهي موټرو د طی مراحلو پروسه د شپږ میاشتو لپاره تصویب سوې، چي د طی مراحلو لارښود یې د ګمرکونو لوي ریاست له لوري چمتو سوی او د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دئ.

د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل د بې اسنادو موټرو د طی مراحلو پروسې په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي د هيواد په ۶ زونونو؛ هرات، کندهار، ننګرهار، خوست، بلخ او کندز ولایتونو کي به هم ورته د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو واحد مرکزونه پرانیستل سي، چي لویه موخه یې په ګمرکي طی مراحلو کي روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته کېدل دي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په (ون سټاپ شاپ) کي د ګمرکي طی مراحلو پروسه له مرستندوي میز څخه د لومړنۍ پلټني او د مالک د معلوماتي فورمې له ډکولو سره سم پيلیږي او له تخنیکي او جرمي څیړنو وروسته د موټر د مالک او د موټر بشپړ معلومات د اړوند کارکونکي له لوري په سیسټم کې ثبتیږي، ورپسې د بایومیټریک مرحله ترسره کیږي او د بایومیټریک له پروسې وروسته د موټر مالک ته د ټرافیکو تعرفه ورکول کیږي او د طی مراحلو پروسه په بشپړه روڼتیا او چټکۍ سره پای ته رسیږي. د ګمرکي اسنادو د قانوني طی مراحلو وروسته بې اسناده موټر د ترافیکي سندونو د ترلاسه کولو په موخه د ټرافیکو لوي ریاست ته استول کیږي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS