د عوايدو لوی رئيس او د دې رياست عملياتي مرستيال معرفي سول

admin_mof
Sun, Jan 08 2023 10:11 AM
خبر

د مالیې وزارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ الحاج شېرمحمد مشفق د عوایدو لوی رئیس او معراج محمد معراج د دغه رياست د عملیاتي مرستیال په توګه وټاکل سول او د گمرکونو او عوايدو مرستیال الحاج ملا محمد ناصر آخند، له لوري د یاد رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.

د غونډې په پیل کي الحاج ملا محمد ناصر آخند، خبري وکړې او وې ويل: که چېري يو څوک پر يوه نوي مسؤليت گومارل کېږي او په هغه مسؤليت کې د خلکو د خدمت مصدر وگرځي، نو په دې کي د الله تعالیٰ رضا ده او که څوک د خدمت مصدر ونه گرځي او په مسؤليت کې بېباکي وکړي، نو بيا دا مسؤليت ورباندي زيات وي او د الله تعالیٰ د ناراضۍ سبب کېږي. نوموړي د مخکني رئیس معراج محمد معراج کړنې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه، چې خپل ځای ناستی دي له خپلو مشورو نه بې برخي کوي.

ورپسې د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال معراج محمد معراج وینا وکړه ښاغلي معراج تغیر او بدلون د ادارې اصل وباله او زياته يې کړه، الله تعالیٰ موږ و تاسي ته داسي ملگری راکړي چي ذکاوت، پاکوالی او په چارو پوهېدل يې ټولو ته ښکاره دي او ان‌ شاءالله چي اوږه پر اوږه به ورسره کارونه مخ ته وړو.

همدا راز الحاج شېرمحمد مشفق، په خپلو خبرو کي د کارکوونکو پر اتفاق و اتحاد، صداقت، اخلاص او پاکوالي ټینگار وکړ او زیاته یې کړه، چي د يوه نظام پايښت د خلکو او کار کوونکو ترمنځ په ښه همکارۍ رامنځته کېږي او موږ به په پوره ډاډ او صداقت دې هیواد ته کار کوو.

خبر

د یادوني وړده، چي تر دې وړاندي ښاغلی معراج محمد معراج  د عوایدو عمومي رئیس او ښاغلي شېر محمد مشفق د بلخ ولایت د مستوفي په توګه دندې ترسره کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS