د مالیې وزارت کفیل د افغانستان طبي شورا له مسؤلینو سره وکتل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین او د وزارت کفیل الحاج ملا محمد ناصر اخند د افغانستان طبي شورا له لوی رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان او مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کي د افغانستان طبي شورا مسؤلینو د یادي شورا اهداف او په طبي برخو کي ئې د شورا ارزښت بیان کړ او د مالیې وزارت څخه ئې غوښتنه وکړه، چي د شورا د چارو د لا ودي په موخه په مالي برخو کي ورسره همکاري وکړي.
د مالیې وزارت کفیل الحاج ملا محمد ناصر اخند وویل: په هیواد کي د طبابت برخي ته اړتیا ډېره ده او ډیری وخت زموږ هیوادوال د طبي ستونزو د حل په موخه ګاونډیو هیوادونو ته ځي، چي د دې ستونزي د حل لپاره په هیواد کي د طبي معیارونو او ظرفیتونو د لوړولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کي هر ډول همکارۍ ته چمتو یو؛ ترڅو افغانان د درملني په برخه کي د بهرنیو له محتاجۍ څخه خلاص سي او افغانستان په طبي برخه کي پر ځان بسیا سي.
