د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د وروستیو څرګندونو په تړاو د مالیې وزارت اعلامیه!

admin_mof
Thu, May 04 2023 4:24 PM
خبر

د قطر په پلازمېنه (دوحه) کي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له لوري د جوړي سوي دوه ورځنۍ غونډي وروسته د یاد سازمان سرمنشي (انتونیو ګوتریش) د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دا څرګندوني چي "افغانستان له یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دئ، (۹۰) سلنه افغانان په بېوزلۍ کي ژوند کوي، (۶) میلیونه ماشومان، نارینه او ښځي له قحطۍ سره مخ دي او (۲۸) میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري" کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ښاغلي (ګوتریش) دغه څرګندوني له واقیعت څخه ليري او غیرعادلانه بولي او په کلکه یې ردوي. د مالیې وزارت په څرګند ډول یادونه کوي، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان په اقتصادي وضعیت کي د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته سوي. په لومړي ځل له بهرني ملاتړ پرته له کورنیو عوایدي سرچینو څخه ملي بودیجه جوړه سوه، د رڼې حکومتولۍ بنسټ کښېښودل سو، په سلګونو زره نارينه او ښځينه دولتي کارکوونکو ته تر نن ورځي پوري پر ټاکلي وخت معاشونه ورکول کيږي، په پراختیایي برخه کي مهمي اقتصادي پروژې په کم پرمختیايي لګښت پیل سوي، زرګونه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سوې، سوداګرۍ او پانګووني ته اړیني اسانتیاوي رامنځته سوي، د وارداتو، صاردارتو او ټرانزیټ کچه لوړه سوې، د کورنیو توليداتو د هڅوني لپاره د پام وړ اقدامات تر سره سوي او په بېلابیلو برخو کي د بهرنیو او کورنیو پانګوالو له لوري پانګووني سوي؛ یادو ټولو اقتصادي تعاملاتو د افغانستان اقتصادي وضعیت یو مثبت لوري ته سوق کړی، چي څرګندي بېلګي ئې په دې وروستیو کي نړیوال بانک او د روڼتیا نړیوال سازمان هم وړاندي کړي دي.
سره له دې، چي د افغانستان ملي شتمني په ظالمانه ډول کنګل سوې، بانکي سکټور ته ستونزي جوړي سوي، خو بیا هم د افغانستان اسلامي امارت د بریالیو اقتصادي تګلارو پر مټ د افغانۍ پولي ارزښت ساتل سوی، بانکي سکټور په ملي کچه د پام وړ پرمختګونه لري او افغانانو ته اړین خدمات وړاندي کوي.
مالیې وزارت په ټولو نړیوالو سازمانونو ږغ کوي، تر څو د افغانستان روان وضعیت په دقیق ډول او پر حقايقو ولاړ تحلیل کړي او په تړاو یې دوی ته متوجې مسؤلیتونه په بې پرې ډول سرته ورسوي، تر څو دوه اړخیزه مثبتو اړیکو ته زمینه برابره سي او د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په سمه توګه رسېدنه وسي.
په اوسنیو شرایطو کي د افغانانو په وړاندي د نړیوالو سازمانونه ستر مسؤلیت دا دی، چي د افغانانو د کنګل سوي شتمنۍ د آزادولو او پر بانکي سکټور د غیر مشروع بندیزونو د لیري کولو لپاره په بې پرې او عملي توګه اقدامات ترسره کړي او نړۍ دې ته وهڅوي تر څو د رامنځته سوو فرصتونه څخه په ګټي اخیستني سره، په اقتصادي برخو کي مستقیمو دوه اړخیزو مثبتو تعاملاتو د رامنځته کېدلو لپاره عملي اقدامات وکړي، د بشري مرستو تر څنګ پراختيايي مرستي هم شروع کړي؛ تر څو د افغانستان اقتصادي وضعیت لا بهتر سي او د افغانانو شته اقتصادي ستونزو ته په ګډه د پای ټکی کېښودل سي.
افغانان دا وړتیا لري، چي پر خپلو پښو ودرېږي!

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS