عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره وليدل

admin_mof
Tue, May 23 2023 1:23 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د هيواد د ټولو ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د عوایدو لوی ریاست د مقام په کاري دفتر کي ولیدل.
د ټرانسپورټي شرکتونو استازو د ټرانسپورټي مالیاتو په برخه کي خپلې ستونزي، د دغه ریاست له مسؤلینو سره شریکي کړې او د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه ئې وغوښتل، چي شته ستونزي ئې حل او د عوایدو د راټولولو او د لېږد وسیلو (موټرونو) د تخنیکي معایناتو په برخه کي اسانتیاوو ورته رامنځته کړي.
د ټرانسپورټي شرکتونو استازو وړاندیز وکړ، چي د لېږد وسیلو(موټرونو) جواز سیر دي ورته د موټرونو له معاینې سره سم ورکړل سي او د موټرونو د ماډل پر بنسټ دي ورڅخه مالیه واخیستل سي.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي په خپلو خبرو کي د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته، د قانون له لاري د موجودو ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره د مالیه ورکوونکو حقوق خوندي دي او هڅه کوي، چي د مالیاتو په برخه کي مالیه ورکوونکو ته لا اسانتیاوي رامنځته کړي.
همدا شان د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړل سو، چي د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه د عوایدو لوی ریاست له مالیه ورکوونکو څخه مالیه په فزیکي ډول نه؛ بلکي د سیسټم له لاري راټولېږي.
د يادوني وړ ده، چي لږه موده مخکي د مشرتابه عالي مقام له لوري ماليه ورکوونکو ته ګڼ شمېر اسانتیاوي او معافیتونه رامنځته سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS