مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مشرتابه د اقتصاد وزارت د اداري، مالي او همغږۍ له معین سره وکتل

admin_mof
Tue, May 23 2023 9:22 PM
خبر

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي او د عوایدو د سیسټم رئیس محمد جلال احمدزي په حضور کي د اقتصاد وزارت اداري او همغږۍ له معین مولوي محمد عالم جمیل، د غیردولتي مؤسساتو(N.G.O) د انسجام رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي او اداري او مالي رئیس میر شیر احمد فضلي سره د عوایدو د غوره ‌والي، د خوندي اسنادو د کیفیت او د دغو ادارو د سیسټمونو د نښلولو په موخه وکتل.
په دې غونډه کي د اقتصاد وزارت له سیسټم سره د مالیې وزارت د عوایدو د سیسټم (سیګټاس) پر نښلولو، د غیر دولتي مؤسساتو د فعالیت جوازونو د کیفیت پر ښه والي، د اقتصاد وزارت د عوایدو د زیاتوالي طرحي د پرپوزل پر تطبیق، د دغه وزارت د عوایدو د ضایع کېدونکو سیمو د مطالعې او د متوقعه موخو د ترلاسه کولو په موخه د دوه اړخیزه تخنیکي ټیمونو پر معرفي بحث او خبري اتري وسوې.

Announcements More

Tue, Sep 03 2019 11:32 AM
Background image

Announcement

  According to the provision of article 33 of Tax Administration Law, all accountants and consultants who provide tax consultancy services, documents preparation, accounting and other . . .