پکتیا په ګمرک کي د څه باندي سل کارټنه طبي درملو د قاچاق مخه ونیول سوه
د پکتیا ګمرک د تشریح برخي کارکوونکو تېره ورځ په پرچون (بیلټي) توکو بار یوه سوداګریزه محموله کي (۱۰۶) کارټنه طبي درمل، چي غوښتل ئې په غیر قانوني ډول ئې له پاکستان څخه افغانستان ته وارد کړي، کشف او ونیول.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد د ګمرکونو په ګدامونو کي له (۳۵) څخه تر (۴۰) ټنه پوري نیول سوي بې کیفیته درمل شتون لري، چي عاملینو ئې غوښتل په قاچاقي او غیر قانوني ډول ئې له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته راوارد کړي