د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره سو!

admin_mof
Mon, Feb 12 2024 3:59 PM
................

 

د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو د مالیاتي چارو د مسؤلینو ترمنځ د مضاعف (دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو او اړوند نورو مهمو مسایلو په اړه، د مخامخ مذاکراتو لومړی پړاو، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کي ترسره سو.

په دغه درې ورځنیو مسلسلو مذاکراتو کي، چي د مالیې وزارت د مالیاتي، تخنیکي، حقوقي او د پالیسۍ چارو مسؤلینو او د ترکمنستان هیواد د مالیې او اقتصاد وزارت د مالیاتي سیسټم او پراختیایي بودیجې د کارپوهانو رئیس، د مالیاتي او حسابي پالیسۍ مرستیال او په افغانستان کي ددې هیواد د سفارت استازي ګډون کړی وو؛ د دواړو هیوادو ترمنځ د مضاعفو (دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګوني پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتي د مخنیوي او په یادو برخو کي د دوه اړخیزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو مفصل بحثونه وسول او دواړي خواوي پر لومړنۍ چمتو سوي مسؤدې باندي هوکړې ته ورسېدل.

ددې مذاکراتو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کي د دواړو هیوادونو د لوړپوړو مالیاتي مسؤلینو ترمنځ ترسره سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS