تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Mon, Oct 28 2024 3:03 PM
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، کندهار او هرات ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۳۶،۹) ټنه مالګه، (۷۵۶۵) کیلو ګرامه رُب،(۱۰۹۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۲۱۷۰) کیلو ګرامه مکروني، (۹۱۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۵۷۵) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۵۱۲) کیلو ګرامه تینر، (۵۱۵) کیلو ګرامه کارټن، (۶۰۷) کیلو ګرامه هګۍ، (۳۱۸) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۲۰۶۱) کیلو ګرامه رنګ، (۲۸۰) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۱۲۵) کیلو ګرامه ټوکر او (۴۰) کیلو ګرامه  بنګړي شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS