د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

org_admin
Thu, Jan 09 2025 9:43 AM
............

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان له مخي، د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ برخي (۲۶) تنو کارکوونکو ته د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي د جوړ سوي روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدق پاڼي ورکړل سوې.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د کارکوونکو چارو ریاست د زده کړو او وړتیا لوړولو آمر محمد نادر همایون، د د عوت ارشاد ریاست امام مولوي وصیف احمد احمدي او د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي  ګډون کړی وو.
د ګمرکونو لوي رئیس وویل، چي ټول مسئولین باید ولس ته پر وخت خدمتونه وړاندي کړي، ملي عواید په پوره دقت او روڼتیا سره راټول کړي، ولس او همدارنګه ملي سوداګرو ته په اړوندو برخو کي لازمي اسانتیاوي برابري کړي.
د غونډي نورو ویناوالو هم د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کي د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او له کارکوونکو څخه ئې وغوښتل، چي له داسي فرصتونو څخه په ګټي اخیستني سره سپارل سوي مسئولیتونه په مسلکي ډول پرمخ یوسي او خلکو ته د ريښتیني خدمت مصدر وګرځي.
د غونډي په پای کي ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې.
د یادوني وړ ده، چي په دغه (۲۶) ورځني پروګرام کي د ګمرکي قوانینو، د کورني او بهرني ټرانزیټ د کړنلارو، د نړیوال ټرانسپورټ د کړنلارو، د (WCO) او (WTO)  سازمانونو د پېژندني، د ګمرکي اموالو د کنټرول او تشرېح، د نړیوال خونديتوب پروګرام (PGS) او اسیکوډا سیسټم په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS