د اسلامي امارت زېربنایي پروژې به په بشپړي همغږۍ پلي کېږي!

org_admin
Mon, Mar 10 2025 3:00 PM
.............

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ، د ملي زېربنایي پروژو د جوړ سوي میکانیزم د غوره تطبیق په موخه د (۲۷) وزارتونو، خپلواکو ادارو او امارتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء درانه مقام له لوري د زېربنایي پروژو د همغږۍ او شریکولو پر تائید سوي میکانیزم هراړخیز بحثونه وسول او د یاد میکانیزم د غوره تطبیق لاري چاري رابرسېره سوې.
په دې ناسته کي له پلان سره سم، په منظم او دقیق ډول د زېربنايي پروژو پلي کول ډېر اړین وبلل سول؛ تر څو د زېربناوو له بیا ړنګولو مخینوي وسي او د دغو پروژو د پلي کولو پرمهال د لګښتونو سپما ته هم باید ځانګړې پاملرنه وسي.
همدا راز د راتلونکو پلانونو او د احتمالي ستونزو پر مخنیوي هم بحثنونه وسول. د یو شمېر ادارو له لوري له میکانیزم سره سم د ځينو پروژو د پلي کولو ستاینه وسوه او اړوندي ادارې لا پياوړي همغږۍ ته و هڅولي سوې.
په پای کي د مالیې وزارت له لوري د ټولو اړوندو زېربنایي پروژو د ښه پلي کولو او بیارغاوني په برخه کي اړتیا ته په کتو د اصولي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS