د کورنۍ پلټني لوی رئیس د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مشورتي ناسته کي ګډون وکړ!

org_admin
Sat, Oct 11 2025 11:07 AM
..............


د تلي ۱۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس الحاج ملا عبدالهادي ابرار د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مشورتي ناسته کي ګډون وکړ.
دغه ناسته، چي د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د پلټني مرستیالۍ په نوښت د اړوندو وزارتونو او ادارو د کورنۍ پلټني ریاستونو ترمنځ د غوره همغږۍ، کاري اغېزمنتیا او همکارۍ رامنځته کولو په موخه د پلټني مرستیالۍ په تعمیر کي دایره سوې وه، د یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو پر بحث سربېره په نظام کي د پلټني د اهمیت او ارزښت په اړه هم خبري پکښې وسوې.
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د پلټني مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي د ناستي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نظام په کچه د روڼتیا د تامین او د اداري فساد د مخنیوي په موخه د نظارتي ادارو ترمنځ په همغږۍ، تجربو شریکولو، مسلکي او کاري همکاریو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. 
همدارنګه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس الحاج ملا عبدالهادي ابرار د خپلو خبرو په ترڅ کي د دا ډول مشورتي ناستو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د یادو ادارو ترمنځ ئې د همغږۍ او همکارۍ د مثبتو پایلو په اړه خبري وکړې او د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست له لوري ئې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS