د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده نن د سلواغې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي هنري کرالي سره د ویډیو کنفرانس له لارې د پیژندنې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او د نړیوال بانک تخنیکي ټیم هم شتون درلود، په پیل کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي پاینده ته د مالیې وزارت د تصدۍ مبارکي ورکړه او دواړو لوریو د افغانستان د ملي بودیجې د تمویل لپاره د نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق له لوري په تشویقي بستې، د دې تشویقي بستې لپاره د ژمنو په پلي کیدو، د هغو پراختیایې پروژو د پلي کیدو پر وړاندې د ستونزو پر حلولو چې د نړیوال بانک له لوري تمویلیږي او په دې برخه کې د حکومتي ادارو په ځانګړی توګه د مالیې وزارت په رول او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د نړیوال بانک له مرستو څخه د مننې تر څنګ وویل هغه پروژې چې د نړیوال بانک له لوري تمویلیږي د شته ستونزو د حل لپاره به یې ډیر ژر له اړوندو ادارو سره ناستې جوړې کړي.