د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو!

syllab_admin
Wed, Jul 30 2025 4:23 PM
.........

 

د زمري ۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د فاریاب ولایت د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای د نږدې (۲۹) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.

د موټرونو دغه تم ځای، چي په (۵،۵) جریبه ځمکه کي جوړ سوی او په اساسي ډول پکښې کانګرېټ اچونه سوې ده، ترڅنګ ئې شنه ساحه، د اوبو اساسي ویالې او د برېښنا سیسټم هم لري.

د موټرونو دا تم ځای په یوه مهال د (۹۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري، چي له دې وروسته به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح په برخه کي د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.

د یادوني وړ ده، چي د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چاري ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په نږدې یوه کال کي بشپړي سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS