تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Thu, Jul 31 2025 10:05 AM
.............


د زمري ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۷۵۲۳) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۹۱۱) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۲۱۴) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۶۸۰) کیلو ګرامه ښیښه یي مردکۍ، (۱۱۱۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه شامپو، (۱۶۲۰) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۱۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۵۶۵) کیلو ګرامه مۍ/ماش، (۸۷۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۶۲۵) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۵۲۰) کیلو ګرامه د دېګ مساله، (۲۴۰) کیلو ګرامه ژاولي، (۱۶۸) کیلو ګرامه مکروني او (۷۵) کیلو ګرامه بيسکوټ شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS