خبرتيا!

admin_mof
خبر

ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي، چي ستونزو ته د رسېدو او اصلاحي پروګرامونو په دوام، د ماليې وزارت د دفتر لوی رئيس په پام کي لري، چي په اوونۍ کي دوې ورځي هره ( يکشنبه او چهارشنبه د ماسپښين پر ۳بجو) له خلکو سره په مستقيم ډول وګوري او هغه ستونزي او ګواښونه چي د هيواد سوداګر، خصوصي متشبثين او عام وګړي ورسره مخ دي، د قانون په رڼا او د وظيفوي صلاحيتونو په چوکاټ کي ورته رسيدګي وکړي.

د دې پروګرام ځانګړې موخه د ماليې وزارت په کاري حوزه کي د خلکو عمومي ستونزو ته رسيدګي ده، نو پر هم دې اساس تاسي کولای سئ خپلي ستونزي، نيوکي او ګټور وړانديزونه په حضوري توګه د ماليې وزارت د دفتر له لوی رئيس سره په مخامخ ډول شريک کړئ او د حللارو، غوره چارو او خدمت وړاندي کولو لپاره د ماليې وزارت سره همکاره و اوسئ.

يادونه: په دغه پروګرام کي د نومليکني او ګډون په موخه، تاسي کولای سئ يوه ورځ مخکي تر ټاکلي نېټې، د دفتر عمومي رياست ته تشريف راوړئ.

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مالیې وزارت خبرتیا

د مالیې وزارت مشرتابه د هدایت پر بنسټ د یاد وزارت د مرکز او دومي واحدونو ټولو ښځینه (رسمي، باالمقطع، NTA او خدماتي)

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۲۰:۱۵
Background image

د تړل سويو مالياتي اظهارليکونو خبرتيا

د مرکز د مالياتي ادارو او د ولايتونو د مستوفيتونو ټولو همکارانو او مالياتي مراجعينو يا ماليه ورکوونکو ته خبر ورکول کيږي

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د ماليې وزارت د عوايدو لوی ریاست خبرتیا

ټولو ماليه ورکوونکو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چي په مالياتي ادارو کي د هر ډول ستونزو، شکايتونو، حل لارو، مشورو او

Back to announcements