خبرتیا!

admin_mof

دا چي د روان ۱۴۰۱ ل. کال بودیجه تر دې مهاله نه ده تصویب سوې او هم مهاله کوچنی اختر په را رسېدو دی؛ له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه، چي (د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې قانون د یو څلوېښتمي مادې پر بنسټ، چي له مخي يې : که چېري بودیجه د ځینو عواملو له کبله د مالي کال له پیل څخه د مخه تصویب نه سي، د نوي بودیجې تر تصویب پوري د یوې میاشتي لپاره بودیجوي واک صادریږي).

 په همدې اساس د مالیې وزارت رهبرۍ د روژې مبارکي میاشتې او کوچني اختر په درناوي د دولتي کارکوونکو د وري د میاشتي معاشونه اجراء کوي.

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د ايجاد خبرتيا!

د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ټولو لويو، منځنيو او کوچنيو ماليو تاديه کوونکيو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې د دغه رياست په تشکيلاتي جوړښت کې د ځينو بدلونونو په راتلو سره د . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۷:۵
Background image

د مالیې وزارت خبرتیا!

د ماليې وزارت هغه خبرونه او ګنګوسې، چي په رسنیو کي د مالیې وزارت اړوند د ښځینه کارکوونکو په اړه خپرې سوي دي، چي ګواکي دې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۷:۳۶
Background image

خبرتیا! 

د مالیې وزارت د رهبري  د پرېکړي له مخي د هیواد په ګمرکونو کي د ډبرو سکرو د هر ټن صادرولو بیه له (90) امریکايي ډالرو څخه (200)

Back to announcements